قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دهلی نو کې د ایران کلتوري سایټ نه په نقل، دا کتاب د ناپل ختیځ د مطالعاتو پوهنتون کې د عرب هیوادونو د تاریخ استاد ماسیمو کمپانیني، لیکلې او بیا اولپور لیمان په انګریزې ژبه کې (Quran- The basics)عنوان سره ژباړه کړي.
د راوتلیج لندن او نیویارک خپرونې د دې کتاب خپروونکې دي او د دې لومړي شمېره په کال ۲۰۰۷ کې او د هند ځانګړي چاپ یی په ۲۰۱۵ کال کې وو.
لیکوال اعتقاد لري چې دا کتاب د اسلام د سپېڅلې کتاب لوستلو لپاره لنډه سریزه ده.
دا کتاب سره د دې چې د تاریخ به اوږدو کې د قرآن کریم نه د خلکو استقبال ته اشاره کوې، د هغې مهمې ښودنې او په افکارو او عقایدو کې د هغې د مقام څېړنه هم کوي.
«قرآن کریم د خدای د کلام په توګه »، «د الله د وحي پیغمبر صلی الله علیه و آله سره خبرې»، «د متن ژبه او د هغې جوړښت»، «الهي تصور، جهاد او شرعي قانون»، «د تاریخ په اوږدو کې د اسلامی او غربي تفسیرونو د قرآنی ښودو سره اړیکې» د دې کتاب ځانګړي مطالب دي چې په ۱۷۵ پاڼو کې وړاندې شوي.
سره د دې په دې کتاب کې لومړۍ او دېرې مهمې سرچینې هم ذکر شوي، د کتاب لیکوال کوښښ کوې چې د کتاب لوستونکو ته هغه مطالب وړاندې کړي چې د مسلمانانو د روزانه عبادتونو، عقیدو او چاپېریال سره سمون لري.
د دې کتاب لړلیک دارنګه دي:
قرآن کریم او اسلام
جوړښت او ترکیب
الله تعالی، نبوت او انسانیت
د قرآن معاصره مفهومونه
قرآنی سایټونه
سرچینې
لړلیک