قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الکفیل نړیواله چینل ویبپاڼې نه په نقل، د «نسیم کربلا» اونیزې کلتوري درېمې جشنوزمه پاکستان کې د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیات له اړخه د پاکستان په الکوثر اسلامی پوهنتون کې شروع شوي پرون په کې د ښځو ځانګړې قرآنی غونډه پیل شوه.
دا جشنوزمه د عراق د شیعیان اوقاف ادارې او د حضرت امام علی، حضرت امام کاظم او حضرت عباس علیهم السلام سپېڅلو زیارتونو همکاري سره د پاکستان اسلامی پوهنتون الکوثر کې پيل کېږي.
دا غونډه چې د ښځو ځانګړې غونډه وه د قرآن آیتونو قرائت سره د اسلام آباد الکوثر اسلامی پوهنتون کې شروع شو او بیا یو شمېر ښځې چې د پاکستان ټولنې کې مطرح وې تقریرونه وکړل.
د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت مشر شیخ «صلاح الکربلائی» په دې غونډه کې تقریر وکړو او د پاکستان د شیعیانو اهل بیت علیهم السلام سره مینه ولمانځله.
هغه د حضرت فاطمه سلام الله علیها د مومنانو ښځو لپاره یوه نمونه وټاکله او وې ویل: د حضرت صدیقه سلام الله علیها وجود د ټولو ښځو لپاره حجت دې او دا ټولې ښځې باید هغوي الګو وګرځه وې او خپل رول په ټولنه کې ترسره کړي.
د امام حسین علیه السلام زیارت مشر سید افضل الشامی هم د دې کانفرانس چې د پاکستان الکوثر اسلامی پوهتون کې پیل شو تقریر کوونکو نه وو.
په دې محفل کې د حضرت علی علیه السلام د زیارت قاری «محمد المیالی»،د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت قاری«علاء الموسوی» او د کاظمین د سپېڅلې زیارت قاری «همام الکاظمی» خپل ښکلې اوازونو کې قرائتونه وړاندې کړل، دا محفل د الکوثر اسلامی پوهنتون محصلانو له اړخه دیر ولمانځلې شو او ترې ښه استقبال وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3485123