IQNA

د امام حسین علیه السلام زیارت کې د ملګرې ملتونو سازمان غړې څه وویل؟

23:28 - April 08, 2016
د خبر لمبر: 3479949
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه د عراق مرستیال غړې لیز ګراند وویل: کربلا کې د امام حسین علیه السلام زیارت ته د ننوتلو په وخت می د سولې او ملګرتیا احساس وکړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه د عراق مرستیال غړې لیز ګراند کربلا کې د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت وکړو.

هغه دې سپېڅلې زیارت ته د را ننوتلو په وخت د خپل احساس په اړه وویل: زیارت ته د ننوتلو په وخت می ځان کې د تواضع، ټيټوالی او د سولې او آرامښت احساس وکړو.

لیز ګراند همدارنګه کربلا کې د امام حسین علیه السلام موزه نه هم کتنه وکړه او وې ویل: د دې ځای زیارت کول چې ټول نړیواله یی د ارزښت او اهمیت نه خبر دې ما لپاره یو لوي افتخار دي.

هغه په ادامه کې د عراق سپېڅلې ځایونو کې د هیواد د مختلفو سیمو نه د کډوالو قبلول د بشر ملګرتیا یوه نمونه وټاکله.

ګراند وویل: شک نه لري چې عراق کې سپېڅلې ځایونه په دې کې همکاري ؤ نکړي، ځکه چې دی سپېڅلې ځایونو له دې نه مخکښې هم کډوالو سره همکاري لرلې او په دې اړه یی فعالیتونه کړي او دغه خلکو سره یی مرسته کړي.

captcha