قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البلد» نه په نقل، دې وخت د مصر او عربستان د اړیکې او د دې دواړو هیوادونو ترمنځه اختلاف نشي رد کېدلې که څه هم دواړه اړخه په دغه اختلاف پوښ اچولو او د هغې ښکاره کېدل نه غواړي، دا ځل د مصر شیوخ دا اړیکې ښه ښکاره کولو لپاره رامنځته شوي.
د مصر د اوقاف وزیر محمد مختار جمعه، د قرآن کریم سورت تین مبارک لومړي آیتونو «وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ، وَطُورِ سِينِينَ ، وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ نه داځل د دواړه هیوادونو اختلاف باندې پوښ لپاره استفاده کړي.
هغه په یو کانفرانس «د مصر او عربستان ترمنځه اړیکو ته وده» چې د الازهر اسلامی پوهنتون د اسلامی محصلانو انجمن په همت د مصر نصر ښار کې پيل شو، د تین لومړي درې آیتونو تفسیر ته اشارې سره ادعا وکړه چې د الله تعالی د طور سینین قسم کې د مصر ځمکه او د بلد امین قسم کې مدینه یاده کړې او ثابته وې چې د مصر او عربستان ترمنځه اړیکې یواځې دا نه ده چې اسلامی دې بلکې قرآن کریم د دې دواړو ترمنځه ښه اړیکې لرلو ته اشاره کړي ده.
د مصر د اوقاف وزیر به ادامه کې همدارنګه د سوره یوسف ۹۹ آیت «إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ» ته اشارې سره د مصر او د عربستان ترمنځه د سولې او آرامښت اړیکې ساتل ثابت کړل.
مختار جمعه د عربستان په هغه ټولو ظلمونو چې په یمن او نورو سیمو کې پیل کوې او په عراق او شام کې د ترهګرو ډلو لکه د داعش ملاتړ کولو باندې سترګې پټې کړې او وې ویل: مصر او عربستان د اسلامی او عربی ولس اصلی ستنې دې او د دې دواړو ملګرتیا به د عربی ولس دښمنانو توطئه به شنډه کړې او په نړۍ کې به اسلام او امنیت محقق شي.
د مصر اوقاف وزیر د دواړو هیوادنو ترمنځه د ښه اړیکو کوښښ کولو لپاره وویل: مصر او عربستان دې همکاري سره به د ستونزو سره مقابله وکړي چې اوس د اسلامی او عربی ولس ورسره مخامخ دي دا دواړه دا توان لرې چې نړۍ له ترهګري نه خلاصولو لارې وړاندې کړی.
د مصر د اوقاف وزیر خبري دارنګه وخت کې رامنځته شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه ډېر اختلافات دې او د سیمې هیوادونه هم په دارنګه لار کې ریاض او قاهره په یوبل نیوکه کوې او ګواښ یی څرګنده کړې وو چې نوې سیاستونه کې به ځنې عربی هیوادونو سره د مصر ته به مالی مرستې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3485698