IQNA

د صهیونیست له اړخه د قدس نوې نقشه کې د جوماتونو ویجاړول

7:38 - April 10, 2016
د خبر لمبر: 3479956
نړیواله ډله: د رژیم صهیونیست له اړخه د قدس ښار نه اسلامی هویت له منځه وړلو نوې اقدام کې جوماتونه او اسلامی مرکزونه له دغه ښار نقشه نه حذف کولو پروګرام لري.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الاسلام الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د صهیونیست له اړخه دا نوې اقدام چې د قدس ښار نوې جغرافیایی نقشه چې په کې یی له دغه ښار نه جوماتونه او اسلامی مرکزونه حذف کړي خپره کړي، چې د دې اقدام په دې اړه یو شمېر سوالونه او د اسلامی او مسیحي مرکزونو او سازمانونو له اړخه تاوتریخوالی او غصه سره مخامخ شوي.

دې سازمانونو او کارپوهانو خبرداره کړي چې د صهیونیستو دا اقدام د یهودي حکومت جوړولو په لار کې یو قدم دي چې رژیم اسرائیل له دې لپاره په ستره توګه تبلیغات کوي.

د عبری ژبې ورځپاڼه هارتص یو راپور کې اعلان کړي: د اسرائیل سیلانیانو وزارت یوه نوې نقشه د قدس ښار له ټولو جزئیاتو سره خپره کړي چې هغې کې یهودیانو کنیسه څرګنده ده خو ولی اسلامی مرکزونه، جوماتونه او د مسیحیانو کلیسا یی په دغه نقشه کې له بېخه حذف کړي دي.

دې وزارت له سیلانې کسانو ګرځوونکو نه غوښتنه کړې چې د دې ښار نه سیل کوونکو ترمنځه دا نوې نقشې وېش کړی.

د صهیونیستو له اړخه اسلامی مرکزونه او جوماتونه له قدس د نقشې نه حذف کولو سره یی د قدس ښار اسلامی سازمانونو او د مسیحي ولس غصه او تاوتریخوالی راپورته کړې او هغې د صهیونیستو دا اقدام د دې ښار یهودي جوړولو سره سم کړي.

همدارنګه کارپوهانو هم په دې اقدام باندې نیوکه کړي او دا کار یی د یهودیانو له اړخه د یهودو په قدس ښار کې د صهیونیست توطئه ادامه او د هغې وده ټاکلې چې د اسلامی مقدساتو او د مسیحیانو د عبادتی ځایونو له منځه لري کولو پروګرام لري.

دې ورځپاڼې ادامه کې د اسرائیل له اړخه د یهودیانو قدس کې د هویت مسئله ته اشارې سره لیکلې: قدس تراوسه د یو یهودي ښار کې بدلولو لپاره ډېرو بدلون سره مخامخ شوی او هم په دې اړه ډېر جوماتونه او کلیسا د افراطی صهیونیستو له اړخه ویجاړ شوي او ورته اور ورکړلې شوي دي.

http://iqna.ir/fa/news/3485959


captcha