IQNA

آذربایجان کې اسلامی نومونو بندیز باندې اعتراض

10:51 - April 12, 2016
د خبر لمبر: 3479963
نړیواله ډله: د جمهوری آذربایجان د وجدان او دینی اعتقاداتو ازادی نه دفاع مرکز د دغه هیواد د حکومتی مقاماتو له اړخه د ماشومانو اسلامی نوم اېښودو بندیز باندې اعتراض وکړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قفقاز کلتوري مرکز نه په نقل، د د جمهوری آذربایجان د وجدان او دینی اعتقاداتو ازادی نه دفاع مرکز د جمهوری آذربایجان د وجدان او دینی اعتقاداتو ازادی نه دفاع مرکز د دغه هیواد د حکومتی مقاماتو له اړخه د ماشومانو اسلامی نوم لکه محمد، محمد علی، علی اکبر او ... اېښودو بندیز باندې اعتراض وکړو.

دې مرکز یوې بیانیه کې اعلان وکړو: له یوې مودی رسي یو مصنوعي تاوتریخوالي د ماشومانو د نومونو په تړاو جمهوری اذربایجان کې رامنځته شوي، په داسې حال کې چې د دې هیواد حکومتی چارواکو له اړخه د نومونو په اړه ډېرې خبری مخې ته راغلې، او ځنې نومونو باندې بندیز لګولې، کڅه هم نوم اېښودل د مور او پلار قانونی حق دی.

د جمهوری آذربایجان د وجدان او دینی اعتقاداتو ازادی نه دفاع مرکز زیاته کړه: له بده مرغه حکومتی چارواکو یو داسې ډول دا خبره شروع کړې چې د ماشومانو د حقوق نه حفاظت او د ښو نومونو په ځای د هغې لپاره د سپکاوې نه ډک نومونو ښوون کوي.

خو ولی دا بهیر چې بهرنی نوم نه اېښودو سره شروع شوي وو، اخیره کې یواځې دینی کورنو باندې د دینی نومونه اېښودلو باندې ترسره شو او معلومه شوه چې د دغه بهیر چې د سپکو او بهرنې نومونو په نوم شروع شوي وو اصل موخه یی د اسلامی نومونو لکه د علی اکبر او محمد او محمد علی غوندې نومونه نه مخنیوي وو، او اوس هم وایئ چې مُحمد په ځای مَحَمد باید وویل شی که دارنګه وې نو څه خبر چې نورې به څومره غوښتنې کوي؟

دې مرکز په اخیره کې تاکید وکړو: که هغه نومونو ته یو کتنه وکړو چې اذربایجان کې ورباندې بندیز لګېدلي نو هغه «خیرخواه»، «احسان»، «حداد»، «امانت»، «حق»، «سلامت» ، «طبیب»، «نوح»، «ترقی»، «رغبت» او «استاد» دي په کوم اساس او قانون دې نومونو باندې بندیز لګولې شوي؟

http://iqna.ir/fa/news/3486581


captcha