IQNA

مصر کې نړیواله قران مقابلې شروع شوي

17:34 - April 13, 2016
د خبر لمبر: 3479964
نړیواله ډله: د مصر قرآن نړیواله مقابلو ۲۳ دورې د پرانیستا مراسم د مصر جنوبی سینای ولایت «شرم الشیخ» کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د البد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر قرآنی نړیواله مقابلو ۲۳ دوره د مصر د اوقاف وزیر محمد مختار جمعه، د دغه هیواد د ځوانانو او ورزش وزیر خالد عبدالعزیز، د مصر له اړخه قرآنی مقابلو کې شرکت کوونکې غونډې او د داورانو غونډې مشر او د مصر جنوبی ولایت په شتون کې دا مقابلې شروع شوي.

دا مقابلې د مصر د اوقاف د وزارت په همت او د ورزش او ځوانانو وزارت مرستې سره د مصر جنوبی سینا ولایت کې پیل کېږي د دې مقابلو د پرانیستا مراسم به له ټلوېزون نه نېغ په نېغه ښودلې کېږي.

په دې دوره کې ۷۳ مقابله کوونکې له ۵۵ عربی، افریقایی، افریقایی او اروپایی هیوادونو نه شتون لري چې ۵ مقابله کوونکې له کوربه هیواد نه په کې ګډون کوې.

د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه په دې اړه وویل: د شرم الشیخ ښار دې مقابلو لپاره کوربه ټاکل د مصر دننه د امنیت او ثبات وضعیت څرګندونه ده او اوس هم د دې هیواد سیلانی ځایونه د سیلانی غونډو استقبال لپاره چمتو دي.

د مصر جنوبی سینا ولایت مشر خالد فواده هم په دې مقابلو کې د شرکت کوونکو غونډې ته د دغه هیواد د تاریخی کلتوري او لرغونې سیلانی ځایونو نه سیل کولو خبر ورکړو.

هم په دې اړه د مصر اسلامی چارو او اوقاف وزارت مرستیال شیخ اسماعیل الراوی په دې مقابلو کې د نورو ګډون کوونکو قرآنی غونډو له مختلفو هیوادونو اردن، بورکینافاسو، مالاوی، لهستان، تایلند، میانمار، رواندا، جمهوری کنگو، مالزی، موریتانی، پرتغال، نیجریه، چین، اتیوپی، استرالیا، کویت، عراق، هند، بنگلادش او مقدونیه نه د ګډون خبر ورکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3487081

captcha