IQNA

سهرابی فر وایئ:

د قرآنی «ایمان» په علمی او نړیواله پروژې کې معرفي

17:43 - April 13, 2016
د خبر لمبر: 3479966
پوهنتون ډله: د دینونو او مذهبونو پوهنتون دینونو پوهنځې د دین فلسفه برخې مشر چې د ایمان پروژه کې د یو څو بهرنۍ پوهنتونو سره لکه د بیلور او د واشنګټن وست پوهنتون کې ګډون لري، په دې پروژه کې ګډون هغه په قرآن کې د ایمان معرفي خپل یو مهمه موخه وټاکله.

وحید سهرابی فر، د دکتری محصل او د مذاهب او دینونو پوهنتون د دینونو پوهنځې د دین فلسفه برخې مشر ایکنا سره مرکه کې د ایمان پروژه په اړخه وویل: د ایمان پروژه یوه درې کلیزه پروژه ده چې د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ کالونو ترمنځه پیل کېږي دا پروګرام د بیلور پوهنتون او د امریکا واشنګټن وست پوهنتون په مرسته او د تمپلتون حمایت سره جوړ شوې دي.

هغه زیاته کړه لومړي کال دا پروژه د ایمان ماهیت بحث سره ځانګړیتیا لرله او ګډون کوونکو په دې اړه خپل نظر وړاندې کړې وو. دویم کال د ایمان څېړنه سره تړلې وو او څېړنې هم په دې اړه پیل شوې او دریم کال چې ما هم په کې شتون لرلو د ایمان د فضیلت په اړه وو.

سهرابی فر اظهار وکړو: څېړونکې اوس هم له یو بل سره اړیکې لرې او خپل مطالب یو بل ته لېږي. د واشنګټن وست پوهنتون کې تر یوې میاشتې دې ټولو شتون لرلو چې سره د څېړنو تر سره کولو د یو مقالې په قالب کې یو تقریر وړاندې کړي.

د مذاهب او دینونه پوهنتون د دینونو پوهنځې د دین فلسفه برخې مشر څرګنده کړه: هر کال پوهانده په دې پروګرام کې ګډون کوې او دې کال هم لیندا زاگزبسکی، جاناتان کونویگ، دنیل هورد اسنایدر، ترنت دورتی او نور پوهاندو ګډون کړي وو.

د ایمان پروژه کې د ۱۴ څېړونکو ګډون

د ایمان پروژه کې شامل څېړونکې شمېر یی ۱۴ کسانو پوری یاد کړې. سهرابی فر د دې پوښتنې چې د ایمان پروژه نتایج به په څه شکل وې او کوم ځای کې ده ترې استفاده کېږي؟ وویل: د اکتوبر د کانفرانس څېړنې به وړاندې کېږي او له هغې نه پس به په عمومي توګه خپرېږي او ټولو خلکو ته به وړاندې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3487064


captcha