IQNA

د هند جماعت اسلامی له اړخه د یووالې حفظ کولو باندې غونډه کې ټینګار

7:01 - April 23, 2016
د خبر لمبر: 3479990
نړیواله ډله: د هند جماعت اسلامی غونډه کې ګډون کوونکو اعلان کړې: داسې وخت کې چې اسلام مخالف طاقتونه د مسلمانانو یووالي ځپلو لپاره کوښښ کوې مسلمانان او اسلامی سازمانونه باید سره خپلو کې یو وسې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دهلی سیاست ورځپاڼې نه په نقل، د هند جماعت اسلامی غونډه کې اعلان کړي: داسې وخت کې چې د اسلام خلاف قوتونه کوښښ کوې چې د مسلمانانو ترمنځه یووالې د ډله ډلبندۍ سره وځپې مسلمانان او اسلامی سازمانونه باید سره خپلو کې یو وسې.

د هند ارسا او آندراپردیش سیمې جماعت اسلامی مشر خواجه عارف الدین دې غونډه کې وویل: یواځې دینی تحمل او زغم سره د یووالې او سوله یز پرمختګ چاپیریال ته هیله مند کېدلې شو.

عارف الدین وویل: تر کوې چې مسلمانان د غلط تصوراتو له منځه وړلو لپاره کار نه کوې له دارنګه ستونزو سره به مخامخ وې. دې وخت د دین اسلام اصلی معرفي ته ستره اړتیا وجود لري.

د هند د جماعت اسلامی یو بل مشر الیاس خان هم په دې کانفرانس کې په اسلام کې د کورنۍ ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل: حضرت محمد صلی الله علیه و آله هر ډول ظلم په ښځو نه وو منلي.

هغه ادامه کې وویل: مسلمانانه کورنۍ کې ښځې یو ډول دندې لرې چې د ماشومانو روزنه د اسلامی ارزښتونو او ښودو په رڼا کې او د اسلام معرفي له هغې نه یوه دنده ده.

الیاس خان هم دارنګه د مسلمانانې ښځې د قرآن زدکړې او بیا هغه ماشومانو ته ښودلو باندې تشویق کړې.

د هند جماعت اسلامی پرېکړه کړې چې په هر درې میاشتو کې یو ځل د اسلامی ښودنې وړاندې کولو او خپرولو لپاره په منظم ډول غونډې پیل کړي او مسلمانان اسلامی پوهنې ته وده ورکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3489786


captcha