IQNA

د ښځو ځانګړې قرآن پاک د زده کړو انټرنیټي نړیواله پروګرام

7:32 - April 23, 2016
د خبر لمبر: 3479991
نړیواله ډله: د عربستان شرق جبیل ولایت د قرآن حفظ او زدکړې خیریه انجمن د نړۍ مختلفو هیوادونو ښځو لپاره د قرآن قرائت د زدکړې انټرنیټي پروګرام ترسره کول کار په غاړه اخیستلې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «klansi.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پروګرام به د عربستان چبیل ولایت قرآن حفظ او زدکړې انجمن په مرسته ترسره کېږي او لومړی نړیواله پروګرام انټرنیټي قرائت (په انټرنیټ له لرې نه د قرائت زدکړه) د ښځو ځانګړې پروګرام د دغه هیواد شرقي سیمه چې شیعه مېشته سیمه ده کې ترسره کېږي.

د جبیل ولایت قرآن حفظ او زدکړې خیریه انجمن د ښځو برخې مشره وفاء الحربی په دې اړه وویل: دا پروګرام «ریاض الجنة لتعلیم القرآن» په نوم په هفته کې به ۵ ورځې پیل کېږي او لومړی مرحله به یی ۹ ګېنټې ترسره کېږي.

هغې ټینګار وکړو: دا پروګرام چې د انټرنیټي نړیواله چینل نه کتلې شي د سراسر نړۍ مسلمانانو ښځو د خدمت په موخه پیل کېږي او د ښځو د قرائت سموالي، د سم تلاوت ته وده ورکولو، د تجوید احکام او قوانین روښانه کولو، د تلاوت د ښودنې آداب او د برېښنایی سافټ ویر استعمالولو په اړه پيل کېږي.

وفاء الحربی په ادامه کې وویل: په دې انټرنیټي پروګرام کې موجود د قرائتونه یو ډول نه دې بلکې د قرآن کریم تلاوت به په مختلف ډول سره ښودلې کېږي.

د عربستان جبیل ولایت قرآن حفظ او زدکړې خیریه انجمن د قرآن انټرنیټي پروګرام « ریاض الجنة‌ لتعلیم القرآن » د عربستان شرق کې د ښځو لپاره لومړی پروګرام دي.

http://iqna.ir/fa/news/3489906


captcha