قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الفرات نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امیرالمومنین علیه السلام کلني څلورمه کلتوری جشنوزمه د «مُسْتَوْدَعُ عِلْمِ الرَّسُولِ وَبَابُ حِكْمَتِهِ»(امیرالمؤمنین علیهم السلام)؛ د پیغمبر صلی الله علیه و آله د علم خزانه او د هغوي د حکمت دروازه، شعار سره شروع شو چې تر څلورو ورځو به ادامه لرې.
دا جشنوزمه به د امام حسین علیه السلام د زیارت او د کاظمین علیهم السلام د سپېڅلو زیارتونو له اړخه د هند بنګلور ښار کې پيل کېږي.
د دې جشنوزمه پرانیستا مراسمو کې پوهاندو، دینی شخصیتونو، کلتوري او ټولنیزه کسانو او عالمانو او د هند د حوزه علمیه طالبان او د عراق د سپېڅلې زیارتونو غړې غونډې او یو شمېر د هند ښاریزو په کې شتون لرلو.
دا مراسم د قرآن کریم تلاوت سره شروع شو او بیا د حضرت عباس علیه السلام د زیارت د دینی چارو مشر شیخ علی الاسدی د دې مراسمو تقریر کوونکې په توګه د امام علی علیه السلام د زوکړې مبارکۍ سره د دې مراسمو پرانیستا وکړه.
د دې مراسمو په ادامه کې، حفیظ رحمن، د صلح سازمان مشر، د دهلی ښار صوفیانو هم خپل تقریرونو کې ټينګار وکړو: چې د امام علی علیه السلام شخصیت د فرقو او د اسلامی مذهبونو له ډېر مهم مشترکاتو نه دي او د اسلامی مختلفو مذهبونو او برخو له سره یوځای کېدلو او یووالی عامل شمېرلې کېږي.
بیا د هند یو دینی عالم او لاکنو کې د نجف د مرجعیت غړې د حضرت عباس علیه السلام د زیارت له زحمتونو او هند کې د اهل بیت علیهم السلام سره مینه لرونکو سره اړیکې لرلو او د امیرالمومنین علیه السلام جشنوزمه پیل کولو باندې له هغوي نه مننه او درناوي وکړو.
د دې مراسمو ادامه کې د دې سپېڅلې او عظیم مناسبت په اړه دینی شعرونه او قصیدې وړاندې شو او له ټولو شتون لرونکو نه د دې جشنوزمي په کتاب، انځور او د فکري او کلتوري مقابلو کې د ګډون کولو او د عراق د سپېڅلې زیارتونو له اړخه د جشنوزمه پیل کولو باندې درناوي وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3491391