قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له مالیزیا نه، د پرانیستا مراسم د محلي وخت ۲۰ نه تر ۲۳ پوری د کوالالمپور پوترا نړیواله تجارتی مرکز کې پیل شو او د ګډون کوونکو هیوادونو سفیرانو او ديپلوماتانو، د مالیزیا لوړو مقاماتو لکه عبدالحلیم معظم شاه، د مالیزیا باچا هم په دې پرانیستا مراسمو کې شتون لرلو.
د مالیزیا د اسلامي پراختيايي اداره(جاکیم) د وينا له مخې په دې مقابلو کې چې تر ۱۸ اردیبهشت پورې به ادامه لرې، تقریباْ ۶۹ هیوادونه شتون لري چې له هغې ترمنځه به د قرائت، حفظ او ۲۶ هیوادونو ترمنځه به په دواړو برخو کې مقابلې کېږي.
د مالیزیا هیواد د څلورو مقابله کوونکو سره د سړو او ښځو حفظ برخه کې او د سړو او ښځو قرائت برخه کې شتون لري.
دا مقابلې به د «وحدت، د ملي بدلون نبض» شعار سره پیل کېږي او ۱۵ قاضيان له مصر، عربستان، قطر، لبنان، اردن، اندونزی، برونئی، تایلند او مالزی هیوادونو نه به د دې مقابلو فیصله کوي.
د جمهوری اسلامی ایران غړي او د دغه هیواد وتلې قاری سید مصطفی به هم په دې مقابلو کې له خپل هیواد له اړخه ګډون کوې.
هغه پرون له خپل پلار او د قرآن فعالان استاد محمد عباسی، محمود فتاحی او محمد جباری سره کوالالمپور ته ورسېدو.
http://iqna.ir/fa/news/3493693