قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رجب میاشتې کې د امیرالمومنین علیهم السلام د ژوند لیک معرفي کولو او د کتاب لوست کلتور خپرولو موخې سره د پاکستان اسلام آباد ښار امام الصادق علیه السلام دینی او کلتوری موسسه په همت سره د امام علی علیه السلام ژوند لیک نندارتون د دغه موسسه په انګړ کې پیل شو.
د نندارتون د پرانیستا په وخت چې په کې د دغه هیواد کلتوري او مذهبی کسانو شتون لرلو د ائمه علیهم السلام د ژوند لیک نندارې ته وړاندې کړي شو.
همدارنګه دې نندارتون کې د فارسي، اردو، انګلیس او عربی ژبو کتابونه په مختلفو موضوعاتو لکه احادیث، ژوند لیک او د امام علی علیه السلام ژوند لیک په اړه کتابونه نندارې ته وړاندې کړې وو چې د کتونکو د خاص توجه مرکز وو.
http://iqna.ir/fa/news/3493770