قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د براثا خبرونو نه په نقل، د یوې چینې ماشومې د قرائت ویډیو سره چې د چین ګانسو ولایت په یوې مدرسه کې د قران تلاوت کوې د دغه ولایت چارواکو له خوا غبرګون وښودلې شو او د دغه ولایت په ښوونځو او وړکتونونه کې په دینی زدکړو باندې بندیز ولګولو.
د ګانسو ولایت چارواکو د روزنې مدیرانو څخه غوښتنه کړې چې د دغه هیواد کمونیستي حکومت د قانون په رڼا کې په ټولو ښوونځو کې دینی زدکړو باندې بندیز ولګوې، سره د دې چې دا چارواکې ادعا لري چې دا رنګه بندیز له ماشومانو نه حفاظت کوي.
د دې ولایت چارواکې ادعا لري: دې ویډیو خلک حیرانه کړي او د عمومي افکار یی په وحشت کې اچولې نو ځکه د دغه ولایت د روزنې وزارت د خلکو او د ماشومانو د سلامتې لپاره د دینی زدکړو مخنیوی کوي.
دا ویډیو چې په کې یو نجلۍ ماشومه په حجاب کې د نورو ماشومانو په شتون سره په یو وړکتونونه کې د سوره مبارک لهب قرائت کوي.
بايد په نښه شي، چې د چین ګانسو ولایت کې ۸/۱ ملیون مسلمانان ژوند کوې چې له ۶ مختلفه قومونو پورې تړاو لري او ځنې ۱۰۰ ملیونه چینې مسلمانان ۱۰ قومونو سره تړاو لري.