IQNA

د نړیواله کمپاین «حجاب زما لپاره» پیلول

23:45 - May 10, 2016
د خبر لمبر: 3480032
نړیواله ډله: حجاب لرونکې مسلمانانو ښځو ټولنیزه چینلو کې د (#hijabtome) هیشټیګ «حجاب زما لپاره» نه استفاده سره غواړي له غلط تصوراتو سره مقابله وکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هافینګتن پوسټ ورځپاڼې نه په نقل، هغه ښځې چې حجاب سره ژوند کول غواړي نو خپل انځورونو له دې تیګ سره د خپل کار ځای، درسي او ځایونو کې ترې استفاده کولې شي.

مسلمانانې ښځې له دې کار سره غواړې د حجاب لرونکې ښکلې انځورونو سره د خلکو د حجاب خلاف افکار او احساساتو سره مقابله وکړي.

دا انځورونه ښودنه کوې چې د هیوادونو کلتور تر کومې کچې د هغوي له حجاب نه اغیزمن دی او دا د ډېرو مختلفو د مسلمانانو ښځو هر اړخیزه کلتوری ښودنه کوې.

دا کمپاین چې د ټولنیزه چینلو اینسټاګرام، ټوئیتر او فیسبوک کې شروع شوي له ټولې نړۍ مسلمانانو ښځو یی غوښتنه کړي چې د پوښښ نمونه په اشتراک ورکړي او یو څو جملې ورسره توضیح هم ورکړي چې حجاب هغوي لپاره څه معنا لري.

د اینسټاګرام یوې کارنې چې وکیله ده حجاب سره خپل انځور ورکولو نه پس لیکلې: په کومه ټولنه کې چې زه ژوند کوم دا ښکلا ډېر غیر واقعي معیارونو شتون لري، د حجاب کمپاین ما لپاره سبب وګرځېدو چې ځه متوجه شم چې ننني ډېرې ایډیالوژۍ چې له ښکنځل نه ډکې دې او د ننني ټولنې ګریبان ته یی لاس اچولي دې د ښځو قضاوت د هغوي په ظاهر بدن باندې کوې، دا کمپاین زما لپاره یوه لار ده چې خلک له دې نه ورستو ما خپل شخصیت او فکر سره وپېژنې.

http://iqna.ir/fa/news/3495740


captcha