نور محمد د پاکستان نه د ټول قرآن حافظ له قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د قرآن کریم نړیواله مقابلو ۳۳ دورې کې ګډون وکړو او وې ویل: ما په کال ۱۹۹۷ کې د قرآن کریم حفظ شروع کړې او د په یو خاص مدرسه کې مې د قرآن زدکړه نه ده کړي، پلار یو استاد ته بوتلم او ما تقریباْ به درې کالو کې د دغه استاد لارښوونې سره قرآن حفظ کړو.
نور محمد چې ۲۵ کلن دې د پاکستان پنجاب ولایت اوسېدونکې دې، هغه ۵ کالو رسي د پاکستان هوايي ځواک کې فعالیت کوې.
هغه د «یو کتاب، یو امت» شعار په اړه وویل: دا شعار دومره په ساده توګه نه دې انتخاب شوې، بلکې په هغې ډېر فکر شوي او د قرآن او روایتونو نه اخیستلې شوې او په تېره دې آیت «وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ» او «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ» ته اشاره کوي.
هغه زیاته کړه: د دې مقابلو اصلی موخه مقابله نه ده، بلکې دا نړیواله غونډې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځه د یووالې محکم کولو لپاره یوه وسیله ده او د یو شعار یعنې یو کتاب او یو امت د تصدیقولو مطلب هم دې.
نور محمد وویل: مونږ قرآنی مقابلې پيل کوو دې هدف سره چې مسلمانان له یو بل سره لید کتل وکړې او ترمنځه اتحاد ولرې او ځکه هم دا شعار ډېر مناسبه وو.
http://iqna.ir/fa/news/3498425