قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فرانس خبرونو نه په نقل، د بلژیک لومړی وزیر شارل میشل د داعش د ځپلو یقیني ژمنه ورکولو سره وویل: دا د اسلام او د غرب ترمنځه جنګ نه دې او مونږ چې هرڅه توان لرو د ترهګرو ځپلو لپاره به یی استعماله وو.
شارل میشل دوه میاشتې مخکې په بروکسل ښار کې د ترهګرو حملو کې د مړه کسانو لمانځلو مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل: ژمنه درکوم چې غرب به ترهګره ډلې داعش له ماتې ورکوې.
هغه همدارنګه ژمنه ورکړه چې بلژیک او نور هیوادونو چې د ترهګرو او داعش ډله چې د بروکسل او پاریس د حملو مسئول دې سره په جنګ دې اخیر به ګټه ترلاسه کوي.
شارل دې ته اشارې سره چې ترهګرو سره جنګ اسلام سره جنګ نه دې وویل: دا جنګ، سخت جنګ دې او وخت به اخلې.
هغه چې تقریباْ ۵۰۰ کسانو ته یی تقریر کولو وویل: زه باور لرم چې اخیر به ګټو.
یادښتونه: د ۲۰۱۶ کال ۲۲ مارچ باندې ۲۳ کسان د بروکسل هوايي ډګر او د مارلیک مترو سټيشن باندې د ترهګرو ځانمرګې حملو کې مړه شوي وو چې مسؤولیت یی داعش په غاړه اخیستلې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3500610