قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د استریتز ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، د «LearnIslam»(اسلام زدکړو) ویبپاڼه چې یوه ځانګړې ویبپاڼه ده او موخه یی ځوانانو ته ښودنه ده، تېره ورځ د سينګاپور د مسلمانانو چارو وزیر یعقوب ابراهیم په شتون کې د «بوکیت پنجنگ» ښار الایمان جومات کې پیل شو.
یعقوب ابراهیم په دې مراسمو کې وویل: ځوانانو ته اسلام صحیح او مثبت وړاندې کول ډېر اهمیت لرې او دا ویبپاڼه کولې شي چې د ځوانانو د اسلام په اړه سوالونو او پوښتنو ځوابونه ورکړې او د ابهاماتو لرې کولو کې به مرسته وکړې.
د دې ویبپاڼې کارن کولې شي چې په دې پته «http://learnislam.sg »له جوماتونو او مؤسساتو له پروګرامونو نه ځان خبر کړې، او په دغه پروګرامونو کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړي.
همدارنګه د رمضان المبارک میاشته شروع کېدو سره به دا ویبپاڼه د پوښتنو او ځوابونو، د سحری او روژه ماتې لپاره پروګرامونه او شرعي وختونه وړاندې کوې.