IQNA

د پاکستان په ښوونځو کې د قرآن زدکړه لازمي شوه

9:28 - June 07, 2016
د خبر لمبر: 3480057
نړیواله ډله: د پاکستان حکومت د محصلانو لپاره په ښوونځو کې د قرآن زدکړه دغه هیواد کې لازمي کړه.

د پاکستان په ښوونځو کې د قرآن زدکړه لازمي شوه

قرآنی خبر خپروونکې نړيواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان پېښور ښار کې د ایران کلتورې ادارې د پېښور ورځپاڼې نه په نقل، دغې ورځپاڼې اعلان کړې: د دې هیواد حکومت د قرآن زدکړه په ښوونځو کې لازمي کړي ده.

هم په دې اړه د پاکستان مذهبي چارو وزیر سردار محمد یوسف اعلان کړې: حکومتي او خصوصي ښوونځو کې د قرآن کریم قرائت او روخواني له لومړني زده کوونکو (له لومړي تر شپږم ټولګې) لپاره او د قرآن قرائت سره د ژباړې د شپږم نه تر دوولسم ټولګې لپاره لازمي ټاکلې شوي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت په دې اړه د یو قانون طرحه له مذهبی چارو اجرا کولو کمېټې له اړخه تصویب کړي وه، او د روزنې او زدکړې وزارت ته یی استولې ده.

ولایتي حکومتونو هم په دې اړه د پاکستان مرکزي حکومت سره موافقه کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3503954


captcha