قرآنی خبر خپروونکې نړيواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان پېښور ښار کې د ایران کلتورې ادارې د پېښور ورځپاڼې نه په نقل، دغې ورځپاڼې اعلان کړې: د دې هیواد حکومت د قرآن زدکړه په ښوونځو کې لازمي کړي ده.
هم په دې اړه د پاکستان مذهبي چارو وزیر سردار محمد یوسف اعلان کړې: حکومتي او خصوصي ښوونځو کې د قرآن کریم قرائت او روخواني له لومړني زده کوونکو (له لومړي تر شپږم ټولګې) لپاره او د قرآن قرائت سره د ژباړې د شپږم نه تر دوولسم ټولګې لپاره لازمي ټاکلې شوي.
د پاکستان د مذهبي چارو وزارت په دې اړه د یو قانون طرحه له مذهبی چارو اجرا کولو کمېټې له اړخه تصویب کړي وه، او د روزنې او زدکړې وزارت ته یی استولې ده.
ولایتي حکومتونو هم په دې اړه د پاکستان مرکزي حکومت سره موافقه کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3503954