IQNA

د پنجاب د مسلمانانو په کلیسا جوړولو کې مالي مرسته

11:57 - June 17, 2016
د خبر لمبر: 3480080
نړیواله ډله: د پاکستان پنجاب ولایت کې د یو کلي مسلمانان د خپلو مسیحي ګاونډیانو سره نوې کلیسا جوړولو کې مرسته کوې.
د پنجاب د مسلمانانو په کلیسا جوړولو کې مالي مرسته

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ایندیپندنت» ورځپاڼې نه په نقل، د دغې کلې د مسیحیانو کلیسا شپږ کاله مخکې، د یو افراطی ډلې په برید کې ویجاړه شوي وه.

یو مسلمان دکاندار دلاور حسین وویل: کلیسا هم د خدای کور دی، مهم د الله عبادت دی، مونږ د یو خدای عبادت کوو.

د دغې کلې مسلمانان د خپلو مسیحي ګاونډیانو چې لاس یی تش دې د کلیسا جوړولو کې د هغوي لاس نیوکه کوې او د خپل وسه پوری هغوي سره مالی مرسته کوې.

د کلې یو مسلمان اعجاز فاروق وویل: له برید نه پس کوښښ کوو چې خلک یو ځلې بیا سره نږدې کړو، خپل کوښښ مو زیات کړې چې بیا له دارنګه ستونزو سره مخامخ نشو، د کلیسا جوړولو کې مرستې سره ویل غواړو چې مونږ یوه ټولنه یو او سره متحد یو.

دې کلې ته له ټولو نه نږدې ښار ګجرا دې، په کال ۲۰۰۹ کې د افراطی ډلو له اړخه د مسیحیانو په دینی ځایونو باندې بریدونه شوي وو چې په کې یو شمېر کسان مړه او ځنې په خپلو کورونو کې سوځېدلې وو او ۴ کلیسا سره د دې کلې ویجاړې کړې وې.

یو مسیحي فریاد مسیح وویل: له ماشومتوب نه مونږ سره په مینه او محبت کې ژوند کوو او د یو بل ښادې او غم کې سره یو ځای یو هیله لرم چې بیا دارنګه پېښې رامنځته نشي.

هغه زیاته کړه: له یوې میاشتې نه چې د کلیسا اعلان شوې د جوړولو کار مو شروع کړي بس د دې سیمې مسیحیانو د خوب تعبیر ريښتوني کېږي.

د نوې کلیسا سره به نور د دې کلې مسیحیان مجبوره نه وې چې د خپل عبادت کولو لپاره ځایونه به کرایه واخلې.

captcha