IQNA

د پاکستان په شنو غونډیو کې د سیل جومات

23:43 - June 19, 2016
د خبر لمبر: 3480088
نړیواله ډله: د پاکستان اسلام آباد ښار مارګالا شنې غونډۍ کې شاه فیصل جومات ورځني ډېر سيلانيان جذب کوې.

د پاکستان په شنو غونډیو کې د سیل جومات

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اینټرنشنل نیوز خبرونو نه په نقل، پاکستان اسلام آباد کې شاه فیصل جومات د یو اسلامی هنر او معماري سمبول په توګه د سیلانیانو د توجه مرکز کې بدل شوي.

د جومات مسؤولان وایئ: تقریباْ ۲۰ زره سیلانیان د جمعه، هفته او اتبار(۲۰ نه تر ۳۰ خرداد) په ورځ له دې جومات نه چې د مارګالا په سیمه کې آباد دې نه ننداره کړې.

د جومات د کتابتون مسئول او خادم قاری ګلزار احمد مدني وویل: د جومات عمومي کتابتون چې د دعوه ادارې له اړخه جوړ شوې چې د اسلام او د تاریخ په اړه زرګونه کتابونه په کې پراته دې.

هغه زیاته کړه: هر ورځ په سلګونو کسان دې کتابتون ته مراجعه کوې، او له کتابونو نه یی ګټه پورته کوې.

احمد مدنی څرګنده کړه: اداره غواړي چې د جومات دننه یو کتاب پلورنځي جوړ کړې او تخفیف سره کتابونه خرڅ ته وړاندې کړی.

هغه وویل: دغه دوکان کې به د کتابونو سره طبیعي شات، کجورې او نور اسلامی محصولات هم د جومات راتلونکو لپاره موجود وې.

د پاکستان په شنو غونډیو کې د سیل جومات

د پاکستان په شنو غونډیو کې د سیل جومات

د پاکستان په شنو غونډیو کې د سیل جومات

http://iqna.ir/fa/news/3508522


captcha