IQNA

راول پنډي کې د قرآن او وحدت جشنوزمه

14:52 - June 20, 2016
د خبر لمبر: 3480090
نړیواله ډله: پاکستان راول پنډي کې د ایران کلتوري ادارې د دغه ښار یادګار حسین علیه السلام جومات کې د قرآن او وحدت جشنوزمه پیل کړه.
راول پنډي کې د قرآن او وحدت جشنوزمه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوري ادارې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه د یادګار حسین علیه السلام جومات په تالار کې د غضنفر نعیمی له اړخه د قرآن کریم تلاوت سره د شیعه او سنی عالمانو په شتون کې شروع شو.

راول پنډي کې د ایران کلتوری ادارې مشر علی آقانوری خپل تقریر کې وویل: قرآن کریم د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم له اړخه د خلکو هدایت او یووالي لپاره بشري ټولنې ته ډالي شو.

هغه زیاته کړه: قرآن کریم ټول اسلامی ولس چې له هر قوم او ملیت نه وې یووالی او اتحاد ته را غواړې او پر دغې تاکید کوې د دې امت ترمنځه د یووالې او اتحاد لارښودنه کوې. قرآن کریم په دې برخه کې تر ټولو روښانه آیت کې مومنان ته وایئ ټول يو ځاى شئ د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت پرك كېږئ.

آقانوری همدارنګه تاکید وکړو چې د اسلامی نړۍ د ستونزو حل لاره هم د قرآن ته مخه کېده، هغه څرګنده کړه: په دې وخت کې له ټولو نه زیات مسلمانان وحدت ته اړتیاوې لري او له هر وخت نه زیات اسلامي ټولنه نن همکاري او مرستې ته اړتیاوې لري.

د مراسمو ادامه کې د راول پنډي ښار خطیب او د اهل سنتو ستر عالم عبدالشکور فاروقي خپل تقریر کې قرآن د مسلمانانو ترمنځه د وحدت او یووالی محور وشمېرلو.

هغه وویل: مسلمانان حتی اهل کتاب هم خپلو کې سره مشترکات لرې چې دا مشترکات وحدت لپاره لاره هواره کوې چې په ټولنه کې اختلاف او بېلتیا رامنځته نشي.

د راول پنډي وحدت المسلمین ګوند مشر علی اکبر کاظمی خپل تقریر کې وویل: ډېره بده به وې چې مونږ ۸۰٪ مشترکات باندې عمل ؤ نکړو او ۲۰٪ شخړو باندې تاکید شروع کړو، دارنګه کارونو لپاره د اسلام دښمنان لارې هواره وې لپاره د دې چې خپل ناولې سیاستونو سره اسلام کمزورې کړې.

هغه زیاته کړه: اسلام د وحدت لپاره اهل کتاب سره د ښه چلند تاکید کوې نو بیا مسلمانان چې په الله، رسول، یو کتاب، لمونځ او د دین اصول سره مشترک لرې او دې موضوعاتو کې خپلو کې سره هیڅ اختلاف نه لرې.

د راول پنډي یو عالم اعجاز موسوی خپلو خبرو کې د وحدت او په قرآن باندې عمل کولو اهمیت باندې تاکید وکړو، هغه وویل: د نړۍ استکبار د قرآن له وحدت نه ډک پیغام نه وېره کوې، نو ځکه په اسلامی ټولنه کې د اختلاف لپاره کوښښ او هڅې کوې، چې وحدت عملي نشي.

هغه ادامه کې وویل: اسلامی ټولنه کې اختلاف خپرولو لپاره شیطاني سیاستونه توطئه کوې او غواړې چې دارنګه اسلام ته نقصان ورکړي نو باید په قرآنی ښودو عمل وکړو او په مشترکات سره اسلامی ټولنه متحد وساتو.

د دې راپور له مخې، دا جشنوزمه د پاکستان ټولنه کې اسلامی وحدت او د قرآن کریم ښودنې خپرولو هدف سره پيل شوه، د قرآن کریم نندارتون کې قرآنی کتابونه، د قرآن کریم ښکلې نسخې، ژباړې، تفسیرونه په مختلفو ژبو کې او ... موجود دې چې جشنوزمه ته راتلونکې ترې ښه استقبال کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3508170


captcha