IQNA

د الجزاير قرآن نړیواله مقابلو پیل

14:05 - June 29, 2016
د خبر لمبر: 3480102
نړیواله ډله: د قرآن نړیواله مقابلو «الجزاير جایزه» دیارلسمه دوره په ۷ تیر باندې د ۵۶ هیوادونو د غړو په ګډون سره د دغه هیواد په الجزيره ښار کې خپل کار پیل کړو.
د الجزاير قرآن نړیواله مقابلو پیل

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «مصر ۲۴» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الجزاير قرآن نړیواله مقابلې دیارلسمه دوره له ۷ تیر نه د نړۍ ۵۶ هیوادونو شتون سره د قرآن حفظ، تجوید او تفسیر برخه کې د دغه هیواد مرکزی ښار الجزيره کې خپل کار پیل کړو.

همدې سره سره د ماشومانو ځانګړې قرآن حفظ سراسري مقابلې هم د الجزاير د دینی چارو او اوقاف وزارت په مرسته پيل کېږي.

د قرآن کریم تفسیر، تجوید او حفظ نړیواله مقابلو کې لومړی مقام ترلاسه کوونکې لپاره د الجزاير یو ملیون دینار، د دویم لپاره 800 زره دینار، او دریم مقام ترلاسه کوونکې لپاره 500 زره دینار به د تیر میاشتې ۱۲ تاریخ باندې د دې مقابلو د پایی مراسمو کې ورته ډالي کېږي.

د دې مقابلو پرانیستا مراسم له ۶ تیر نه پيل شوي او د دې کال مقابلو کې شپږ ښځې د قرآن حفظ مقابلو کې هم ګډون لري.

د الجزاير دینی چارو او اوقاف وزیر ایمن سوید، او د سوریه هیواد نه د دغه دغې مقابلو د داورانو غونډې مشر د دې مقابلو د پرانیستا مراسمو کې ځانګړې مېلمانه وو.

د جمهوری اسلامی ایران له اړخه د قرآن کریم حفظ مقابلې لپاره محمد رسول تکبیري د الجزاير قرآن کریم مقابلو کې ګډون کوې.

هغه په تهران کې په کال ۱۳۷۶ کې زېږېدلې دې چې له کال ۱۳۸۶ نه د قرآن حفظ شروع کړې وو او په دوه کاله کې د ټول قرآن کریم حافظ شو، هغه تېر کال د قرآن حافظانو مدرک سره د قرآن کریم وتلې حافظ عنوان هم ترلاسه کړو.

http://iqna.ir/fa/news/3510891


captcha