قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، چین کې د ایران کلتوری سازمان له راپور چې ایکنا ته را لېږلي شوې، راغلې: د کلتوری سازمان په مرسته او د شنګهای مسلمانانو انجمن مشر سره د همغږۍ نه ورستو د مجتبی محمد بیګی، د ایران نړیواله قاری د ۵ ورځو له د قرآن کریم آیتونه تلاوت کولو لپاره د شنګهای جومات ته تلی.
مجتبی محمد بیګی نړیواله قاری هره شپه د روژه ماتې او لمونځ نه پس ښکلې تلاوت سره د روژه دارو مسلمانانو زړونه آسماني کړل.
لومړي ورځ د شانګهای خوشی جومات کې د قرآن کریم تلاوت پيل شو.
ایرانی قاری سره کلتوري غړې بهنام آزاد، د شانګهای ستر جومات خوشی کې د جمعه لمونځ کې شتون لرلو او محمد بیګی په دې جومات کې د قرآن کریم تلاوت وکړو.
د پروګرام شروع کېدو نه مخکې د خوشی جومات د جمعه د لمونځ امام خپل لنډ تقریر کې په اسلامی نړۍ کې د قرآن مقام او اهمیت او په تېره بیا ایران کې اهمیت ته اشارې سره وویل: ایران یواځې هیواد دې چې هر کال سراسر نړۍ سره د چین ته د قرآن کریم قاریان لېږي.
دویم ځای چې د ایران قاری په کې تلاوت وکړو، د شانګهای مسلمانانو انجمن مرکز او جومات وو، د روژه ماتې او د لمونځ نه ورستو د جومات امام او د شانګهای د مسلمانانو انجمن مشر موسی د پروګرام شروع کېدو نه مخکې د خبرې او د قرآن کریم تلاوت وکړو او د ایران کلتور سازمان سره تړې کسانو او مجتبی محمد بیګی نه یی د شانګهای جومات کې د قرآن کریم د تلاوت پروګرام پيل کولو باندې مننه وکړه.
هغه شتون لرونکو ته وویل: ایران هر کال د رمضان المبارک میاشته کې قاریان چین ته را لېږي،
مونږ خوشحاله یو چې اسماني غږ مو د ایرانی قاري ښکلې آواز د شانګهای جومات کې واورېدو، د تلاوت نه پس امام موسی قاری ته د قرآن کریم هدیه ډالي کړه.
د دې راپور له مخې، تېرو شپو کې د پودونګ، جیانګ، وانګ فویو او سون جیانګ جوماتونو کې هم د قرآن کریم د تلاوت پروګرامونه پیل کړل چې شتون لرونکو ترې استقبال وکړو.
ډېرو شتون لرونکو د تلاوت قرآن په وخت د ایرانی قاری غږ ضبط کړو او د هغه انځورونه یی واخیستل، او د ټولنیزه چینلو او د ګرځنده په وسیله یی د نورو ولایتونو او ښارونو مسلمانانو ته ولېږل.
http://iqna.ir/fa/news/3510979