IQNA

پاکستان کې د کرامت لسیزه لمانځلې کېږي

22:20 - August 08, 2016
د خبر لمبر: 3480144
نړیواله ډله: د حضرت معصومه سلام الله علیها د زوکړې ښادې او د کرامت لسیزه شروع کېدل لمانځلو مراسم د محصلانو، مسؤولانو او د اهل بیت علیهم السلام منونکو شتون سره د پاکستان کویټه ښار په امام صادق علیه السلام جامعه کې پیل شو.
پاکستان کې د کرامت لسیزه لمانځلې کېږي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د حضرت معصومه سلام الله علیها د زوکړې کلیزه لمانځلو او د کرامت لسیزه شروع کېدو مراسم د محصلانو، مسؤولانو او د اهل بیت علیهم السلام منونکو شتون سره د ښځو لپاره د پاکستان کویټه ښار په حضرت خدیجه کبری سلام الله علیها او د سړو لپاره د امام صادق علیه السلام جامعه کې پیل شو.

د امام صادق علیه السلام جامعه کې د امام صادق علیه السلام جامعه مشر حجت الاسلام اسدی د الله تعالی پیژندنه او عبودیت باندې خبرې وکړې او زیاته یی کړه: هیڅ څوک د الله تعالی د عبودییت لوړ مقام ته نشي رسېدلی مګر دا چې د اهل بیت علیه السلام او ائمه اطهار علیهم السلام په واسطه دغه لاره ترسره کړې.

حجت الاسلام اسدی په ادامه کې د حضرت معصومه سلام الله علیها مقام ته اشارې سره وویل: درې امامزاده دې چې د هغې مقام ته څوک نه رسي.

حضرت عباس علمدار علیه السلام، حضرت زینب سلام الله علیها او حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها چې حضرت معصومه په دغه څلور سوو امامزادګانو کې چې په قم کې دفن دې د ستورې غوندې ځلېږي.

همدارنګه ادامه کې یو شمېر مداحانو د دې ورځو په مناسبت او د حضرت معصومه سلام الله علیها په اړه په اردو او فارسي ژبو کې منقبت ولوستل.

http://iqna.ir/fa/news/3520654


captcha