قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Malaysiam Digest خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مسلمان چینی استاد یوسف لیو بائوجون د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون مرستې سره د چینی اسلامی کلتور نندارتون پیل کوې چې د مالیزیا توانګو فائزه موزه کې به تر ۲۱ شهریور پورې پیل کېږي.
په دې نندارتون کې، کلالي، خطاطي، کتابونو او د تاريخي نقشې نندارې ته اېښودلې شوي دي، همدارنګه د چین په نقشه کې د مسلمانانو د وېشلې ولس نقشه هم په دې نندارتون کې شتون لرې.
یوسف لیو بائوجون وایئ: هیله لرم چې دارنګه نندارتون د خلکو اسلام او اسلامی تاریخ نه پوهه کې به مرسته وکړې.
یوسف چې مالیزیا ته یی سفر کړې تر څو چې د اسلام په اړه خپلې پوهنو ته وده ورکړې، د مالیزیا پوهنتون او د مالیزیا اسلامی نړیواله پوهنتون کې تدریس هم کوې.
هغه همدارنګه د اسلام او مسلمانانو په اړه چایني ژبه کې کتابونه هم لیکلې چې اوس د سرچینو کتابونو په توګه ترې استفاده کېږي.
د «د چین په مسلمانانو یو نظر»، «د چین بهرنې مسلمانان»، «نړۍ کې د چینی مسلمانانو پرمختګ» او « په چين کې مالیزیایي ټولنې» کتابونه د هغه لیکلې شوي کتابونه دې.
هغه وایئ: زما هڅه د خلکو پوهنه زیاتول، په تېره د چین خلکو چین کې د اسلامی تاریخ په اړه معلومات ورکول دې، ځکه چې له هغوي نه ډېر کسان په دې اړه معلومات نه لرې، دا کتابونه به یو فرصت وې چې خلک د اسلام په اړه نور هم پوهه ترلاسه کړې.
د کتابونو نه علاوه یوسف د اسلامی کلتور سره تړلې د هنر او لاسي صنايعو یوه مجموعه هم را جمع کړې ده. او له تېرو ۶ کالو نه په چین کې د اسلام سره تړلې هنري او ښکلې لیک آثارو جمع کولو کې بوخت دي.
http://iqna.ir/fa/news/3523895