IQNA

آل سعود سره تړاو لرونکې سازمان «حرمین شریفین» کانفرانس پيل کوې

14:20 - August 23, 2016
د خبر لمبر: 3480156
نړیواله ډله: د ولس یووالی او د حرمین شریفین عظمت کانفرانس د پاکستان اهل حدیث ډلې په همت سره چې د وهابي آل سعود سیاستونو سره تړاو لرې د دغه هیواد مرکزی ښار اسلام آباد کې پیل کوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان دنیا ورځپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د پاکستان او د نورو هیوادونو لکه عربستان، بحرین، فلسطین او ترکی یو شمېر مذهبی شخصیتونو به شتون سره د پاکستان مرکزی ښار اسلام آباد په جناح کنوانسیون تالار کې سحر یولس بجې پیل کېږي.

دې کانفرانس کې چې د پاکستان جمعیت اهل حدیث له اړخه پیل کېږي، چې سره د جمعیت اهل حدیث مشر او د سنا غونډې غړي ساجد میر، د عربستان مذهبی چارو وزیر مرستیال عبدالرحمان الغنام، د الاقصی جومات امام جماعت عکرمه سعید صبری، د ترکی مفتي اعظم شیخ رحیمی یاران، د بحرین د شورا غونډې مشر مرستیال شیخ عادل عبدالرحمان المعاوده او د نورو اسلامی هیوادونو مختلفه سازمانونو مشران په کې ګډون لرې.

د پنجاب نه مختلفې ډلې په دې کانفرانس کې شرکت لپاره اسلام آباد ته راغلې دي.

دا بايد په نښه شي چې اهل حدیث د پاکستان یو افراطی ډله ده چې زیاتره د عربستان ناسم کړنو او سیاستونه توجیه کوې او پرې تاکید کوې او دا کانفرانس هم په دغه لار کې یو قدم وشمېرلې شي.

پاکستان کې د دې غونډې د پروګرامونو او فعالیتونو منوونکې نه لرې او د کانفرانس پيل کولو خبر هم د دغې هیواد په رسنۍ کې انعکاس نه لرلو.

http://iqna.ir/fa/news/3524076


captcha