IQNA

د پاکستان سند کې د دینی مدرسو ثبت الزامی شو

18:36 - August 25, 2016
د خبر لمبر: 3480161
نړیواله ډله: د پاکستان سند ولایت غونډې د نوې قانون په رڼا کې مدرسې، جوماتونه، د جوماتونو امامان او د جوماتونو چلوونکې کمېټۍ له شروع نه ثبت کولو اعلان کړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ARY ټلویزون نه په نقل، د سند ایالت کابینه غواړې چې د سند دینی مدرسې د حکومت د نوې قانون په رڼا کې به فعالیت کوې، ځکه چې احتمال لري افراط ګرۍ ته لمن ووهي.

د سند ایالت وزیر مراد علی شاه د ټولو مدرسو، جوماتونو، د جوماتونو امامانو او د جومات چلوونکو نوم ثبت کولو باندې تاکید سره په ټولو جوماتونو کې جمعه د لمونځ د یوې خطبې قانون ته هم اشاره وکړه.

د پاکستان شنونکې عایشه صدیقه له خارج نه د مدرسو له بهر نه کنترول کېدو ته په اشارې سره وویل چې د دینی مدرسو مالی اړتیاوې لرې کول پاکستان کې لپاره ګران کار نه دي، ځکه چې سره د زکات چې پاکستان کې جمع کېږي، له بهر څخه هم سترې پیسې پاکستان ته راځې او د مدرسو چلولو لپاره د پاکستان ملایان د رمضان میاشته کې سعودی عربستان ته هم سفر کوي.

هغه زیاته کړه: مدرسو کې د پیسو لګښت معلومولو په اړه هیڅ قانون وجود نه لرې او نه یو حکومتی کارنده دا توان لرې چې د دې په اړه د مدرسو چارواکې وپوښتې.

د مدرسې چارواکي دا مني چې د پاکستان شتمن خلک د دینی مدرسو چلولو کې مهمه دنده لرې.

د اطلاعاتی ځواکونو د وينا له مخې یو شمېر دینی مدرسې چې د اسلامی ارزښتمنې ښودو په نوم پاکستان او ایالت کې فعالیت کوې د افراط ګرۍ او تاوتریخوالی خپرولو هڅې کوې او دارنګه مدرسو باندې څارنې کول د ترهګري سره مقابلې لپاره ضروري ده.

http://iqna.ir/fa/news/3524336


captcha