IQNA

د الازهر استاد:

د ترهګرو ناوړه اقداماتو نتیجه د شارلی ابدو د اسلام سپکاوې دي

17:50 - August 29, 2016
د خبر لمبر: 3480169
نړیواله ډله: شیخ احمد کریمه دې تاکید سره چې د فرانسوي مجلې شارلی ابدو له اړخه د مسلمانانو سپکاوي کوم اغېز په اسلام نه لرې، هغه وویل: د دې فرانسوي مجله له اړخه د سپکاوې اقدام سبب دې چې ترهګر ناوړه اقدامات کوې چې ځان یی په دروغه اسلام سره منسوب کړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر پوهنتون اسلامی شریعت او مقایسوي فقهې استاد احمد کریمه وایئ: د مسلمانانو خلاف برید نتیجه هغه ناوړه اقدامات دې چې ترهګر یی د اسلام او مسلمانانو په نوم باندې کوې او ادعا کوې چې د اسلام استازي دي او په حقیقت کې ترهګر دې چې دا رنګه ناوړه کارونو سره د اسلام غلط انځور وړاندې کوې.

هغه زیاته کړه: د نورانیت، مصداقیت، لوړو موخو او د اسلام د قانونی اصول له هغه ځنې عملونو سره چې د اسلام منوونکې یی اسلام پورې تړلي ډېر فرق لري.

د الازهر پوهنتون استاد تاکید وکړو چې زیانمن هڅې د اسلام سپکاوي لپاره روانې دي، هغه وویل: د انسان پوهه او چلند د هغه د حق او باطل او ټیک او غلط دي او هغه څه چې پرې اعتقاد لرې ترې منعکس نه کوې.

احمد کریمه وویل: د ترهګرو اقدامات سبب شوې چې بهرنۍ رسنۍ مسلمانانو باندې برید وکړې. خو، د فرانس شارلی ابدو مجله له اړخه د اسلام او مسلمانانو بار بار سپکاوې کوم اغېز په اسلام نه لري.

دا بايد په نښه شي، چې د شارلی ابدو دا وروستۍ شمېره کې چې د مسلمانان سپکاوې کړې وو، په ټوله نړۍ کې مسلمانانو غوسه پارولي وه، دا سپکاوې د فرانس د چارواکو له اړخه د لامبه اسلامی جامعه اغوستلو باندې بندیز نه پس شوي وي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3524887


captcha