قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البینان امارتي ورځپاڼې نه په نقل، د اماراتو قرآن حفظ کولو مرکزونه چې د دغه هیواد اسلامی چارو او اوقاف ادارې سره تړلې خپل فعالیتونه له اتبار له ورځې د مختلفو عمرونو ۴۲ زره قرآن زده کوونکو ګډون سره شروع کړي.
دا مرکزونه چې د مختلفو عمرونو لکه ماشومانو، لویو او د کورنۍ ښځو لپاره جوړ شوې، د ښودنې طریقو ته توجه سره او کوم جوړښت چې لري هغې سره د اماراتو ښه او پرمختګه روزنو نه شمېرلې کېږي.
د امارات اسلامی چارو او د اوقاف ادارې د قرآن حفظ زدکړې مرکزونو دوامداره پرمختګ، کارپوهه ښوونکو او تخنیکي ودې ورکولو لپاره او د ښه خدمات وړاندې کولو له حمل او نقل، پاکوالې او ... لپاره هڅې کوي.
د امارات اسلامی چارو او اوقاف مشر محمد مطر الکعبی په دې اړه وویل: دا مرکزونه یوه واضح او څرګنده پروګرام دې چې د زدکړې کتابونه وړاندې کولو چې د مختلفو عمرونو سره مناسب دي لري.
http://iqna.ir/fa/news/3525111