قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، اماراتو رسمي خبرونو نه په نقل، د اماراتو شارجه قرآن او سنت موسسې اعلان کړې: د شارجه جایزه قرآن کریم حفظ او نبوی سنت ملي مقابلو شلمه دوره کې د نوم لیکل له ۱۱ شهریور نه شروع شوې چې تر ۴ مهر پورې په دغه موسسه کې ادامه لري.
دا مقابلې د شارجه حاکم عالي شورای غړې شیخ سلطان بن محمد القاسمي په حمایت سره په دوه برخو د قرآن کریم حفظ او نبوی سنت کې پيل کېږي چې د حفظ کولو برخه په ۱۴ برخو کې او د نبوی سنت برخه به په ۵ برخو کې پيل کېږي.
همدارنګه د دې مقابلو ځانګړې برخې چې د امارات په مختلفو ښارونو او سیمو کې پيل کېږي، ځانګړې اړتیاوې لرونکې او معذوره کسان لپاره به دا مقابله پیل کېږي.
دا مقابلې به د اماراتو شارجه په سطح د دې برخو نه علاوه په نورو ځنې مختلفو برخه کې چې په کې د قرآن کریم ټول حفظ مقابله د جوماتونو امامانو لپاره او د قرآن حفظ ښودنې کوونکو ته، د حفظ مور مقابلې چې په درې سطح کې او د قرآن زدکړه کوونکو ترمنځه په ځانګړې توګه پيل کېږي.
د شارجه قرآن او نبوی سنت موسسې مشر سلطان مطر بن دلموک په دې اړه وویل: دا موسسه له ټولو ښاریزو او ملیتو چې به اماراتو کې مېشت دې په دوه ډلو ښځو او سړو د عمر په مختلفو ډلو کې تر څلورم مهر پورې د دې مقابلو شلمه دوره کې د ګډون لپاره نوم لیکې.
http://iqna.ir/fa/news/3528151