قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newsx خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، داسې وخت کې خلکو د دین په نوم له يو بل سره جګړه کوي. د هند آګرا ښار کې یوه نجلۍ په بشریت او ژوند کې د آرامښت او سولې یو نادره مثال وړاندې کوې.
پوجا چې خپله د دوولسم ټولګې محصله ده، ۳۵ مسلمانانو ماشومانو ته د قرآن کریم تدریس ورکوې.
هغې چې خپله یی په ماشومتوب کې عربی زدکړې، په عربی ژبه ښه تسلط لرې او د دغه ژبې د تورو مخرج په ښه توګه ادا کوې، او د خپلو شاګردانو لپاره یوه ښه معلمه ده.
د پوجا د یو شاګرد مور رشما بیګم وایئ: مونږ د هغې تدریس ډېر خوښه وو، او د هغې د دین په اړه باید فکر وشي،
پوجا وایئ: يو څو کاله وړاندې زموږ په سيمه کې يوه بله ښځه وه چې هغه هم د مسلمان پلار او د هندوې ښځې لور وه او ماشومانو ته به یی د قرآن تدریس ورکولو نو زما هم قرآن سره مینه پیدا شوه او د هغې کلاسونو کې می ګډون وکړو.
پوجا زیاته کړه: زما استادي خپل کار ته ادامه ور نکړې شوه او زما نه یی غوښتنه وکړه چې زه دې کار ته ادامه ورکړم، هغې ما ته د اسلام مهم درس راکړو او وې ویل: یادونه هیڅ فایده نه لرې مګر دا چې هغه خلکو سره شریک کړې.
او په وېړیا توګه یی محصلانو ته وړاندې کړي چې اکثره د غریبي کورنۍ نه وې. او د قرآن تدریس ورکړې.
د آګرا مشهور عالم جلال الدین قریشی وایئ: ډېره د تشویق خبره ده دغه ډول خلک ډېر نادره دي، د هغې دین مهم نه دې مهمه دا ده چې پوره پوهه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3528343