IQNA

د شارجه نړیواله نندارتون کې د ایرانی خطاط قرآني خطاطی + انځورونه

12:09 - November 09, 2016
د خبر لمبر: 3480266
نړیواله ډله: د ایرانی خطاط او محقق سید محمد وحید موسوي جزایری، خپله قرآنی خطاطی د شارجه کتاب نړیواله نندارتون کې نندارې لپاره وړاندې کړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د GToday ورځپاڼې نه په نقل، د شارجه کتاب او قرآن نړیواله نندارتون کې د کوفې خط پوهاند، ګرافیک، څېړونکې او خطاط سید محمد وحید موسوی جزایری په شتون کې دا خط نندارتون کې وړاندې شوې دي. هغه خپل د کوفې خط درې اثر: شرقي کوفې خط، مغربی کوفې خط او قرآنی کوفې خط کې خپل اثر نندارتون کې وړاندې کړې.

هغه د قرآن کریم دېرش سپارې په خاص لرغونې پاڼو باندې لیکلې او طلا کارۍ سره یی پرې کار کړې او ګران قیمت لرګې او چرم نه یی جلد کړي چې نندارتون ته یی وړاندې کړې.

د سوره قدر، د بزی په چرم باندې لیکلې شوې کوفې خط سره لیکلې شوې او طلا کاري شوي دې او نندارتون کې ترې یو اثر وړاندې کړې دې

کوفې خط د عربی ژبې یو لرغونې رسم الخط دې، چې د عراق په کوفه ښار کې د هجري کال لومړۍ پېړۍ نه جوړ شوي، جزایري د کوفې خط څېړونکې دي چې د اسلامی هیوادونو مختلفو جوماتو لکه د ترکی استانبول، عراق کوفه، د ایران جنوبی ښارونو او د عربی ځنې نور ښارونو کې ډېر ګرځېدلې او د دغه خط په اړه یی څېړنې کړي.

جزایری د دې خط بیا ژوندي کولو لپاره مختلف پروګرامونه او د زدکړې غونډې پیل کړې او له دې کوښښونو سره هغه د هنرۍ لومړۍ درجه چې د دکترا سره سمون لري ترلاسه کړې.

د شارجه کتابتون نړیواله نندارتون له ۱۲ نه تر ۲۲ آبان پورې د ننداره کوونکو کوربه دی.

د شارجه نړیواله نندارتون کې د ایرانی خطاط قرآني خطاطی + انځورونه

د شارجه نړیواله نندارتون کې د ایرانی خطاط قرآني خطاطی + انځورونه

د شارجه نړیواله نندارتون کې د ایرانی خطاط قرآني خطاطی + انځورونه

د شارجه نړیواله نندارتون کې د ایرانی خطاط قرآني خطاطی + انځورونه

http://iqna.ir/fa/news/3544049/


captcha