IQNA

د فوټبال لوبغاړې چې د خپل ګټې سبب قرآن ټاکې + انځور

10:03 - November 16, 2016
د خبر لمبر: 3480277
نړیواله ډله: د جرمني مسلمان لوبغاړې شکودران مصطفی چې د انګلیس آرسنال ټیم کې لوبېږي. خپل لوبه او شخصي ژوند کې د بریالي سبب د قرآن کریم لوستلو او لمونځ کولو تاثیر ګڼي.
د فوټبال لوبغاړې چې د خپل ګټې سبب قرآن ټاکې + انځور

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د JOE خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ډېرو فوټبال کوونکې لوبغاړو د خپل بریالي او پرمختګ سبب دین ټاکلې، له دغه فوټبال لوبغاړو نه یو د جرمني آرسنال ټیم لوبغاړې شکودران مصطفی هم دي.

هغه د الباني مسلمان مور او پلار نه په جرمني کې زېږېدلې او یو مذهبی او دینداره کورنۍ کې ستر شوې، خو ولی د خپل د انګلیس اورتون ټیم یو مخکېني لوبغاړې سره ملاقات نه ورستو د زړه نه مسلمان شوي.

شکودران مصطفی وایي: کله چې ۱۷ کلن ووم نو د اورتون فوټبال کلپ ته راغلم، د ټیم کسانو سره بهر ته وتلې وم او ټولو زه د جرمنی اوسېدونکې په توګه پېژندلم ځکه چې مخکې له جرمني نه لوبېدلي وم.

هغه زیاته کړه: یو ورځې د ټیم هلکانو له ما نه پوښتنه وکړه ته جرمنۍ یی، نو بیا ولی شراب نه څښي؟ هغه ته می وویل: زه مسلمان یم، دغه کس وپوښتل ولې مسلمان یی؟ ما ځواب ورکړو ځکه چې مور او پلار می مسلمانان دي او یو مسلمانه کورنۍ کې ستر شوي یم.

مصطفی وایي: کله چې کور ته راغلم نو فکر می وکړو چې څومره ښکلې پوښتنه یی ما نه وکړه، دا سوال ما له ځان نه، نه وو پوښتل، زما دین هغه دې چې کم مور او پلار نه راته راکړې شوي خو ولی خبر نه یم چې دا ښه دې که بد او ولی زه شراب نه څښم او د خوګ غوښه نه خورم، او ولی هره ورځ لمونځ کوم.

مصطفه وایي: ما د قرآن تلاوت شروع کړو او دا پوښتنې می له ځان نه کولې او د دې پوښتنو ځواب باندې می فکر کولو چې د دې ټولو عملونو کوم یو فکر دي او ورو ورو هر څه راته نور هم په زړه پورې لږېدل.

دا ۲۴ کلن لوبغاړې وایي: فوټبال هم لکه د مذهب غوندې دي، که چرې هغه کار باندې چې کوې یی اعتقاد نه لري نو فایده به نه در کوې او ضروري به بد ویني.

http://iqna.ir/fa/news/3545336


captcha