قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د USA Today ورځپاڼې نه په نقل، مظاهره کوونکو د «روهینګیا مسلمانانو وژنه بس کړي» شعار سره د بنګلادېش مرکزی ښار ډاکا په سړکونو لاریون پیل کړو.
هغوي په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو خلاف په تاوتریخوالي کې زیاتوالي چې له سببه یی دغه مسلمانانو خپل کورونه پرېښودلو ته مجبور شوي، په خلاف مظاهره وکړو او د روهینګیا مسلمانانو لپاره د بنګلادېش سرحدونه پرانیستلو غوښتنه یی وکړه.
د بنګلادېش سره سره، اندونزی، مالزی و تایلند کې هم پرون خلکو میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو وژنې باندې نیوکه وکړه او مظاهرې یی پیل کړي.
د ایندیپنډنټ راپور له مخې، مظاهره کوونکو د میانمار د حکومتي ګوند مشر او د سولې نوبل جایزه ترلاسه کوونکې آنګ سان سوچی میانمار کې د روهنیګیا مسلمانانو نسل وژنې مسئول وټاکلو او د هغه انځورونه یی وسوځول.
نړیواله عفو سازمان هم میانمار کې د مسلمانانو وژنه او زورنه محکوم کړي او د بنګلادېش له چارواکو نه یی غوښتنه کړې چې د روهینګیا مسلمانانو دې چې خپل هیواد پرېښودلو باندې مجبور شوي بېرته میانمار ته لېږلو باندې مجبوره نکړي.
میانمار کې د مسلمانانو خلاف یو ځلې بیا تاوتریخوالي پېښو کې زیاتي راغلي چې سبب یی د ۹ پولیس چارواکو د راخین ولایت کې وژنه ده چې د روهینګیا مسلمانان باندې د دغه قتل تور لږولي.
په دې وخت کې د راخین مسلمان مېشت کلو کې ډېر کورونه سوځولې شوي او ډېر مسلمانان بندې، مړه او یا نیولي شوي چې دا زورني او ظلم تراوسه ادامه لري.
http://www.iqna.ir/fa/news/3548972