IQNA

کویټه کې د محصلانو لپاره ځانګړې قرآنی دوره

8:18 - December 06, 2016
د خبر لمبر: 3480299
نړیواله ډله: د پاکستان کویټه کې د ژمي په تعطیلاتو کې محصلانو لپاره د قرآن کریم ځانګړې دوره په دغه ښار کې پیل شوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، دې دوره کې د قرآن کریم تلاوت، ترتیل او لوست زدکړې ترسره کېږي چې د کویټه مصباح القرآن کلتوری ټولنه په مرسته پیل کېږي.

دا کلاسونه راروانو ورځو کې د کویټه حیدري امام باړه او مصباح القرآن ټولنه کې شورو کېږي، او محصلان په دې کې ګډون کولي شي.

د قرآن کریم کلتور خپرول، د قرآنی محصلانو روزنې او د ښوونځو د ژمی تعطیلاتو نه ښه ډول کټه پورته کول د دې دورې موخې دې.

کویټه کې د قرآنی دوره، احکام او اسلامی عقایدو ښودنې کوي او دا دوره ۷۵ ورځې ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3551062


captcha