IQNA

پاکستان کې د سیرت النبی صلی الله علیه و آله زدکړې اکاډمې

8:02 - December 13, 2016
د خبر لمبر: 3480315
نړیواله ډله: د پاکستان علامه اقبال پوهنتون دې وخت د حضرت محمد صلی الله علیه و آله سیرت او علمي روزنې لپاره پروګرامونه جوړولو کې بوخت دي.
پاکستان کې د سیرت النبی صلی الله علیه و آله زدکړې اکاډمې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Pakistan Observer ورځپاڼې نه په نقل، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د سیرت او د علمي روزنې خبر د علامه اقبال پوهنتون مشر ځای ناستې پروفیسر شاهد صدیقي په نړیواله سیرت النبی صلی الله علیه و آله کانفرانس کې اعلان کړي.

شاهد صدیقي وویل: د دې پروګرام پر اساس، د ماسټرۍ محصلان او دوکتورا کوونکې به دا فرصت ترلاسه کړې چې د سیرت النبی صلی الله علیه و آله په هکله ځانګړې څېړنې وکړي.

هغه زیاته کړه: د سیرت النبی صلی الله علیه و آله نړیواله کانفرانس هر کال پیل کېږي چې په دې کانفرانس کې د نبوی حدیثونو پر اساس او دهغې په اهمیت باندې ترتیب ورکړي کېږي.

صدیقی وویل: دې سره سره، د سیرت النبی صلی الله علیه و آله په اړه لیکې شو د ښه کتاب کلنۍ جايزه پیل کېږي او د اسلامی مطالعاتو ځانګړې شمېره هم خپره کېږي.

د سیرت النبی صلی الله علیه و آله کانفرانس د دوه ورځو لپاره د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې کلیزي سره سم د علامه اقبال پوهنتون کې پیل شو.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون مشر مختار احمد په دې کانفرانس کې د تعلیمي ادارو کړنو اهمیت، د استادانو او عالمانو له اړخه نوې نسل کې د قرآن کریم او نبوی سیرت په رڼا کې د صحیح لارې یون باندې تاکید وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3553137


captcha