قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Samaa tv خبرونو نه په نقل، د قرآن کریم مقابلې او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د نعت مقابلې پرون د ښار په مختلفو سیمو کې پيل شوې او ګټونکو کې جایزې تقسیم شوي.
د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد محفلونه او نور مختلف پروګرامونه به ټولو ښارونو او کلو کې پیل شوي همدارنګه د پاکستان په سترو ښارونو کې لکه لاهور، کراچۍ، پېښور او کویټه کې هم مسلمانانو لاریون پیل کړو او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې ورځ یی ولمانځله او جشن یی پیل کړو.
پاکستان کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زوکړه ورځ ۱۲ ربیع الاول باندې پیل کېږي، د اسلامی امت د وحدت لمونځ کولو او د مسلمانانو د پرمختګ لپاره دعا کولو سره ترسره کېږي.
په دغه ورځ پاکستان کې ټول کورونه، دوکانونه، عمارتونه، جوماتونه او نور ځایونو باندې چراغونه بلېږي.
همدارنګه ډاکټران او ځواکونه هم تیار وسي چې له هر قسمه صورت حال کې له خلکو سره مرسته وکړي.
په زرګونو پولیس کوښښ کوي چې د جوماتونو حفاظت او امنیت حفظ کړي.
په کورونو کې ځانګړې او ښکلې خوراکونه پخېږي او د خلکو ترمنځه، په ګاونډ کې او نورو اړتیا لرونکو کې تقسیم کېږي.
ماشومان هم له لویو سره جشن او خوشحالو کې مشغول وې.
د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ژوند په اړه کانفرانس هم په مختلفو ښارونو کې پیل کېږي او عالمان او پوهاند د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ویناوو او ژوند په هکله تقریرونه کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3553459