IQNA

د دوو میانماری مسلمانان د ځواکونو په ډزو مړه شوې

15:25 - December 24, 2016
د خبر لمبر: 3480324
نړیواله ډله: د روهینګیا مسلمانانو نه دوه تنه د میانمار په ځواک باندې د ښځو او سړو د تلاشۍ لپاره جدا کولو باندې نیوکه کولو سره په منګدو ښار کې په ډزو وویشته چې په ځای مړه شو.
د دوو میانماری مسلمانان د ځواکونو په ډزو مړه شوې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د راخین ولایت په منګدو ښار کې چې د روهینګیا مسلمانان په کې مېشت دې او هره ورځ د پوځ او بودایی ځواکونو له اړخه مرګ او ظلم او ستم سره مخامخ دې او کورونه یی سوځېدلې، همدارنګه په منګدو ښار کې دوه روهنګیا مسلمانان د میانمار پوځ باندې د ښځو او سړو د تلاشۍ لپاره جدا کولو باندې نیوکه کولو سره د دغه پوځ له اړخه په ډزو ویشتو سره مړه شوي.

د حملو سره مخامخ ملتونو نه دفاع کولو جرمني سازمان اعلان کړې: د روهنګیا مسلمانانو په خلاف د دې کال د مهر میاشتې ۱۸ نه شورو شوې نوې حملې او بریدونو کې تراوسه له ۲۷ زره نه زیات روهینګیا مسلمانان د آراکان، شان او کاشین ولایتونو له ښارونو او کلو نه کډوال شوي.

د جرمني دې سازمان همدارنګه له میانمار چارواکې د روهینګیا مسلمانانو نه په سلګونو وژلو او د کورونو ویجاړولو باندې متهم کړي.

د نړیوال عفو سازمان هم په یوه بیانیه کې د میانمار ځواکونو له اړخه د غیر نظامي کسانو وژل او په ښځو باندې زیاتې کول غیر انساني اقدامات وټاکل.

د میانمار پوځ او بودایی ځواکونو له دې کال مهر میاشتې ۱۸ نه په راخین ولایت کې په پولیسو باندې د وسله والې ډلې له اړخه برید چې په کې ۹ پولیس وژلې شوي وو بهانه جوړه کړي او د روهینګیا مسلمانانو خلاف یی د وحشيانو غوندې بریدونه شورو کړي.

captcha