قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KNSKashmir خبرونو نه ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون د جمو او کشمير د خلکو د عمل کمېټې له اړخه د کشمير په سرینګر ښار کې پیل شو.د دغه حزب مشر میر واعظ فاروق سره د عالمانو، پوهاندو، سیاسي ډلو او د کشمير دیني مشرانو په دې نندارتون کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ژوند په مختلفو برخو باندې تقریرونه وکړه.
میر واعظ خپل تقریر کې وویل: نن د نړۍ مسلمانانو په بهرنۍ او دنننۍ دامو کې ګېر دي، د اسلام دښمنانو دا فرصت ترلاسه کړي چې تر دې باور ورسېږي چې د اسلام حقیقي پیغام یعنې سوله او امن تر خلکو نه رسېږي او د هغې په بدل کې د اسلام درغلنې انځور وړاندې کوې.
فاروق وویل: مسلمانان باید د حضرت محمد صلی الله علیه و آله حقیقي لار په خلکو ته څرګنده کړې، د پیغمبر صلی الله علیه و آله پیغام نه پيروي د ژوند په ټولو برخو کې او بیا په ځانګړي او ټولنیزه ژوند کې خپل کړي.
.هغه وویل: د سیرة النبی صلی الله علیه و آله نندارتون پیل کولو موخه، د پیغمبر صلی الله علیه و آله د پیغام خپرول او په دې حقیقت چې مسلمانان یواځې د محمد صلی الله علیه و آله له لارې نه پیروي کوې تایید وو او دارنګه خپل حقیقي ځای او احترام یو ځلې ترلاسه کړي.
فاروق تاکید وکړو: دا د یو یو مسلمان وظیفه ده چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله ښودنې خپل ژوند کې خپلې کړي او هغه په ښه توګه خپرې کړي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3557081