IQNA

میانمار کې د سولې تحقق لپاره د مسلمانانو پوهاندو شورا غونډه

13:58 - January 04, 2017
د خبر لمبر: 3480342
نړیواله ډله: د میانمار په «آراکان»(راخین) ولایت کې د نورو خواوو سره د خبرو اترو لومړۍ غونډه پرون ۱۴ دی میاشتني باندې په قاهره کې د مسلمانانو پوهاندو شورا په حمایت او څارنه کې شورو شوه.
میانمار کې د سولې تحقق لپاره د مسلمانانو پوهاندو شورا غونډه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «عیون الخلیج» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د میانمار په اراکان(راخین) ولایت کې د نورو خواوو سره د خبرو اترو غونډه چې په میانمار کې د سولې ترلاسه کولو لپاره پیل کېږي پرون نه په قاهره کې شورو شوې وه.

دا غونډه د «د میانمار ښاریزو لپاره متمدنه بشر په اړه خبرې اترې» او د آسیا شرق جنوب په دغه هیواد کې د سولې ترلاسه کولو لپاره پیل کېږي.

د الازهر اسلامی مرکز په یو بیانیه کې د دې په اړه اعلان کړې: دا غونډه د مسلمانانو پوهاندو شورا د نړۍ په مختلفو سیمو کې د سوله یز ګډ ژوند او د سولې او کلتور وده کې د هغې ځای او رول لپاره پیل کېږي او د ځوانانو یو ډله چې د آراکان د ولایت په ناتار کې لاس وو د دې غونډې په لومړي دوره کې ګډون کوي.

په دې بیانیه کې راغلې: د شیخ الازهر «احمد الطیب» او د مسلمانانو پوهاندو شورا مشر سره به په دې غونډه کې پیل کېږي او په دې غونډه کې ګډون کوونکې ځوانان د اسلام، بودایی، مسیحیت او له هندوانو نه وې.

الازهر اسلامی مرکز په دې بیانیه کې، د ګډ ژوند کولو لارې، میانمار کې د اختلاف علت او د هغې د حل کولو لارو کې څېړنه او تر پایی رسولو لپاره څېړنې وړاندې کولو او د ښاریزو حقوق او سره ګډ ژوند کول باندې بحث د دې غونډې موضوعات ټاکلې دي.

همدارنګه، یو شمېر سفیران، ادیبان، پوهاند او نظر لرونکې کسان به هم دې غونډه کې شتون لري.

د مصر الازهر اسلامی مرکز شیخ «احمد الطیب» له دې نه مخکې هم د میانمار سفیر سره کتنه کې د روهنیګیا مسلمانانو باندې په دغه هیواد کې د ظلم، زور زیاتي او بي عدالتي په اړه نیوکه کړي وه او دا ظلم مخنیوي باندې تاکید کړي وو.

احمد الطیب په دغه کتنه کې همدارنګه، د الازهر له اړخه اعلان وکړو چې د ځوانانو، دینی لارښودو، دینونو او د میانمار قومي په تېره د هغه سیمو کسانو سره چې شخړې په کې روانې دي د غونډو لړۍ شورو کولو او اختلاف ترمنځه وړلو لپاره تیار دي.

یادښتونه: د مسلمانانو پوهاندو شورا چې مشرتوب یی د الازهر شیخ احمد الطیب ته په غاړه دې په کال ۲۰۱۴ کې جوړه شوي او مرکز یی د امارات په مرکزي ښار ابوظبۍ کې واقع دي


captcha