IQNA

مصر کې رنګی قرآن چاپ کولو باندې بندیز

8:04 - January 25, 2017
د خبر لمبر: 3480366
نړیواله ډله: د اسلامی څېړونکې غونډه چې الازهر سره تړون لري حکم صادر کړي چې د دغه حکم له مخې مصر کې په رنګی قرآن کریم چاپ کولو باندې د بندیز اعلان یی کړي.
مصر کې رنګی قرآن چاپ کولو باندې بندیز

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په ځنې عربی هیوادونو لکه شام، لبنان، مصر او امارات کې رنګی قرآن عام شوي چې دې کار سره ځې عالمان او فقها مخالفت کوي او ورسره موافقت نه لري او د اسلامی نړۍ مفتیان له دې سره مخامخ دې.

دا په داسې حال کې چې الازهر اسلامي مرکز له هغه لومړۍ ورځې نه د رنګی قرآن چاپ کول جواز نه ورکوي او د مصر په بازار کې د رنګي قرآن نسخې هدیه کولو سره یی مخالفت کړې وو.

هم په دې اړه د مصر اسلامی څېړونکې غونډې د شیخ الازهر احمد الطیب په شتون کې یوه غونډه پیل کړه چې په کې د قرآن کریم چاپ لپاره د رنګې کاغذ نه استفاده کولو باندې بندیز ولږولو.

د الازهر اسلامی څېړنو غوندې لیک او څېړونکې کمېټه مشر شیخ علاء عبد الظاهر په دې اړه وویل: د دې دستور په رڼا کې د قرآن کریم متن به فقط تور رنګ سره لیکلې کېږي او د قرآن کریم پاڼې به باید هم سپین رنګ وې.

هغه زیاته کړه: دا حکم د قرآن کریم د قدر او منزلت له مخې اخیستلې شوي او د دې حکم پر اساس د قرآن کریم متن کې هم باید له رنګ نه مخنیوي وشي.

شیخ علاء عبدالظاهر څرګنده کړه: د الازهر اسلامی څېړونکې غونډه د مصر بازار کې موجود رنګي قرآنونه را جمع کولو قدرت نه لري او دا موضوع د هنري آثارو سره تړون لري.

هغه په اخیره کې وویل: هر یو د خپرولو شرکت، که د قرآن کریم په چاپ کولو کې دا معیار رعایت نکړي نو د الازهر اسلامی څېړونکې غونډه به دغه مسئله د بندیزونو چارواکو ته وړاندې کوي او دغه نسخې چې بازار کې موجود وې ټولېږي او دغه شرکت به له چاپه محرومه وي.

http://iqna.ir/fa/news/3565606


captcha