قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د آناتولي ترکی خبرونو نه په نقل، د ملګرو ملتونو د بشري ملګرتیا چارو د اونیزه راپور له مخې د برما د مسلمانانو خلاف د تاوتريخوالو پېښو کې تقریباْ ۲۱۰۰۰ پور کسان په دغه هیواد کې کډوال دي او تقریباْ ۶۶۰۰۰ کسان بنګلادېش ته تلې دي.
په دې راپور کې راغلې دي: د بشري ملګرتیا یو شمېر زیات د برما په شمال کې اوسېدونکو سره مرستې پیل کړي، خو ولی بیا هم د میانمار چارواکې د نړیواله ملګرو ملتونو چارواکو ته دغه سیمو ته اجازت نه ورکوي.
د برما حکومت په کال ۱۹۸۲ کې د میانمار د مسلمانانو تابعیت د آراکان له سیمې نه ختم کړي وو، د ملګرې ملتونو د اخیرنۍ شمېر په رڼا کې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی ودې نه ورستو له دغه سیمې نه تقریباْ ۱۳۰ زره مسلمانان کډوال شوي او د برما نه یی تښتېدلو باندې مجبور شوي.
د برما په اراکان ولایت کې په مسلمانانو ښاریزو باندې د بودائیانو بریدونه له کال ۲۰۱۲ نه شورو شوي چې تراوسه ډېر مړې په کې شوي، په دغه حملو کې په سلګونو کورونه او کارخانو ته اور ورکړي شوي او ډېر مسلمانان دغه سیمه او خپل کورونه پرې ښودو باندې مجبور شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3566317