IQNA

د روهینګیا ۳۲ مسلمانان د خپلوانو سره اړیکه نیولو باندې نیولي شوی

8:07 - February 01, 2017
د خبر لمبر: 3480378
نړیواله ډله: د میانمار چارواکو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو سره خپلو نوې جنایاتو کې ۳۲ مسلمانان د دغه هیواد نه بهر اوسېدونکې خپلوانو سره اړیکه نیولو په جرم باندې نیولي دي.
د روهینګیا ۳۲ مسلمانان د خپلوانو سره اړیکه نیولو باندې نیولي شوی

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اراکان خبرونو نه په نقل، د آراکان(راخین ) ګڼون سمبالګر مشر علی ایوب السعیدی د خپل ټولنیزه چینل ټوئیټر په رسمي پاڼه باندې دا اعلان کړي: : د میانمار چارواکو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو سره خپلو نوې جنایاتو کې ۳۲ مسلمانان د دغه هیواد نه بهر اوسېدونکې خپلوانو سره اړیکه نیولو په جرم باندې نیولي دي.

هغه زیاته کړه: همدارنګه د میانمار پوځي ځواکونو، د آراکان ولایت مختلفو سیمو نه نیوکو کې د روهینګیا یو شمېر کروندګر مسلمانان په دې جرم چې د ماښام اذان نه مخکې له خپلو کروندو نه تللو په جرم کې نیولي دي.

سره د دی د میانمار پوځې ځواکونو د روهینګیا ۸ مسلمانان د قرآن کریم زدکړې له کبله د آراکان(راخین) ولایت شمال نه نیولي او همدارنګه ۱۵ مسلمانان یی د ماښام لمانځه نه پس په جومات کې ایسارېدو او ۱۰ نور کسان د برما مسلمانان یی به خپل ځمکه کې کر کولو په جرم نیولې دي.

د دې کال د مهر میاشتې نه تراوسه او د برما د افراطی بودائیانو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو خلاف وحشي بریدونو په نتیجه کې ۶۵زره مسلمانان بي کوره کړي چې بنګلادېش ته تښتېدو باندې مجبوره شوي او همدارنګه د روهینګیا مسلمانانو کورونو ته اور اچول او د مسلمانانو ښځو سره زیارتۍ او له محاکمې پرته وژنې یی ترسره کړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3568338


captcha