IQNA

په هند کې د میانمار پناه غوښتونکو مسلمانانو نوې اندېښنې

8:07 - February 22, 2017
د خبر لمبر: 3480405
نړیواله ډله: د هند ځنې سیاسي ګوندونو له اړخه د تبعیض نه ډک درخواست چې په کې د روهنیګیا مسلمانانو د وتلو په هکله لیکې د هند په شمالی ولایت جامو او کشمير کې د میانمار پناه غوښتونکو مسلمانانو اندېښنه زیاته کړه.
په هند کې د میانمار پناه غوښتونکو مسلمانانو نوې اندېښنې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د هند ځنې سیاسي ګوندونو لکه بهارتیا جاناتا ګوند چې د هند حکومت یی هم په لاس کې دي غوښتنه کړي چې د روهنیګیا مسلمانان باید وویستلې شي د میانمار کډوالو مسلمانانو چې د هند په جامو کشمير ولایت کې پناه اخیستلې ده اندېښنه یی زیاته شوي.

د هند سیاسي ګوندونو د تبعیض ډک اقدام چې په لاسونو کې پوسټري اوچت کړی وو او د روهینګیا کډوالو نه چې دلته مېشت دي زر تر زره وتلو غوښتنه کړي وه.

د هند سیاسي ګوند، دا غوښتنه د دغې سیمې د هویت، کلتور او تاریخ نه په بهانه او د قومي او کلتوري دلیلونو سره توجیه کړي.

د روهینګیا کډوالو پناه غوښتونکې محمد صادق چې ۴۰ کلن دي په دې اړه وویل: زه څو کاله مخکې د جامو او کشمير ولایت ته راغلې یم او دا رنګه پوسټري او لاریون مونږ کې د نا امني احساس پیدا کړي.

د تبعیض نه ډکه دا غوښتنه داسې وخت د هند سیاسي احزابو له اړخه ترسره شوي چې د راخین ولایت روهینګیا مسلمانانو لپاره حالات ډېر حساس او ناوړه دي او د روهینګیا مسلمانان د دې کال مهر میاشتې نه تراوسه د بودایی وسله والو او ځواکونو له اړخه وحشیانه عمل سره مخامخ دي. چې تراوسه په زرګونو نور رهینګیا مسلمانانو بنګلادېش ته هم تښتېدلې دي.

http://iqna.ir/fa/news/3576434


captcha