قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د میانمار د پوځ او د بودایی وسله والو د روهینګیا مسلمانانو اقلیت خلاف پرله پسی او د وحشت نه ډک اقدامات سبب شو چې د میانمار په بحران کې د داعش ترهګري ډلې سازمان لپاره یوه نوې بهانه جوړه شي او د آسیا په شرق سیمه کې خپل شتون ته تقویه ورکړي.
په داسې وخت کې چې د داعش تکفیرې ډلې اعتقادي او فکري ښودنې او د دغه ډلې افراط نه ډک اقدامات هیڅ اړیکه اسلام او مسلمانانو سره نه لري، او د میانمار کې روهینګیا مسلمانان چې د ملګري ملتونو سازمان د نړۍ تر ټولو مظلوم اقلیت ټاکلې د میانمار د افراطی ځواکونو او وحشت نه ډک اقدامات سره مخامخ دي.
هم په دې اړه د فرانس لوموند ورځپاڼې خپلې یو خپرونې کې د داعش په شرق آسیا سیمه لکه فیلیپین، بنګلادش، مالیزیا و اندونیزیا کې د نفوذ په اړه مقاله کې تحلیل کړي او په دې اړه یی لیکلې: د کال ۲۰۱۶ په لومړۍ ورځې کې درې تکفیری ډلو د مینداناو(د فیلیپین جنوب) جزیره کې د ابوبکر البغدادی په لاس بیعت کړي وو، او هغه یی دا داعش او خپل خلیفه ټاکلې وو، او همدارنګه داعش په کال ۲۰۱۶ کې د اندونیزیا په جاکارتا ښار کې د ترهګري درې حملو ذمه اخیستلی وه.
همدارنګه د دې کال تیر میاشته کې د مالیزیا مرکز کوالالامپور ښار کې یو چاودنه شوي او هم په دې میاشته کې د اندونیریا جاوه جزیره کې هم یوه ځانمرګي حمله شوي وه چې دا پېښي په ګوته کوي چې د داعش ډلې په آسیا شرق کې خپل شتون تقویه لپاره هڅې کوي او د ترهګرو دا ډلې هڅې کوي چې له میانمار بحران او حوادث هم د خپل نفوذ لپاره بهانه جوړه کړي او په آسیا کې خپل شتون لپاره ترې ګټې واخلې.
د دې کال مهر میاشته کې د میانمار د ځواکونو د تاوتریخوالي په نتیجه کې چې د آراکان ولایت روهینګیا مسلمانانو په خلاف یی پيل کړي تراوسه یو شمېر زیات ښاریز د روهینګیا مسلمانانو نه مړه او په زرګونو کسان بنګلادېش ته کډوال شوي.
د ۲۰۱۴ کال جولای میاشته کې ابوبکر البغدادي، د داعش له ځانه خلیفه د میانمار حالاتو نه ناوړه استفاده سره د خپل فریب او دوکې نه ډک خطاب کې د روهینګیا مسلمانانو نه غوښتنه کړي چې موصل کې د هغې د خلافت سره یوځای شي.
همدارنګه د داعش ترهګرو په اخیرنۍ دوه درې کالو کې د میانمار مسلمانانو جذب کولو لپاره خپل تبلیغي اقدامات په دغه هیواد کې زیات کړي او د روهینګیا مسلمانانو اقلیت وژنې نه مخنیوي لپاره هڅو سره هغې نه غواړي چې دغه ډلې ته یی ترغیب کړي.
همدارنګه د بنګلادېش محلي چارواکو مخنیوی سره بیا هم د داعش منوونکې په دغه هیواد کې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3579242