قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قم ښار د پوهنتون علمی ډلې استازې او د قرآنی آثارو لیکوال حجت الاسلام محمد ابراهیم ایزد خواه د پیغام متن دا دې:
د نوروز اختر ټولو ایرانی او نورو مسلمانانو ته او په ځانګړه توګه بیا قرآنی فعالیت کوونکو ته مبارکې ویم، قرآن کریم فرمایئ: «وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَنْزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ»(۵۷ اعراف) له دې آیت نه څرګنده ده چې د طبعیت نوې کېدل په معاد باندې دلیل دي او دا چې زمونږ رښتونې ژوند وروستنې دي.
ریښتینې اختر د ګناه نه جلا ده / نوروز
هغه تاکید وکړو: نو د دې په هکله باید هڅې وکړې لکه څه رنګه چې خپل کورونه نوې کوو او زاړه څېزونو نه یی جلا کوو نو باید خپل زړونه هم له کینې، بغض، د دنیا د مینې او ګناهونو نه جلا کړو.
ایزد خواه څرګنده کړه: روایت کې راغلې چې «کل یوم لا یعصی الله فهو عید؛ هره هغه ورځ چې د الله ګناه په کې ونشې د اختر ورځه ده» نو باید هڅې وکړو چې ریښتینې اختر ترلاسه کړو.
http://iqna.ir/fa/news/3585167