قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی آناتولی خبرونو نه په نقل، د اروپا اتحادیی عدالت خپل حکم کې اعلان کړي چې کارګمارونکې کولی شی چې خپل کارکوونکي د مذهبي سمبولونو لکه روسری(د سر پټولو دسمال) اغوستنې څخه منع کړي.
د اروپا د عدالت دا حکم په اخیرنۍ ورځو کې د یو شمېر زیات خلکو غبرګون سره مخامخ شوي او ډېر زیات بحث او جدل یی رامنځته کړي.
په بلژیک کې غریبۍ سره مقابله او د برابر حقوق غوښتونکې سازمان وزیر زحل دمیر د دغه هیواد یوې ورځپاڼې سره مرکه کې د کار ځای کې په حجاب باندې بندیز اروپایی عدالتی حکم نه دفاع وکړه او څرګنده یی کړه: له ۲۰ کالو په حجاب باندې بندیز بحث په اروپا کې مطرح دی، زما په خیال دا پریکړه به د بشپرتیایي بهیر او بدلون سبب وګرځی، که د اروپا عدالت د حجاب بندیز حکم څو کاله مخکې پیل کړي وو نو اوس به مونږ لږ ستونزې درلودې.
هغه په اروپا کې د دینی اقلیتو حقوقو ته پام نه کولو سره وویل: مسلمانان باید ځان له اروپایی ارزښتونو سره سم کړي او په دې کار ځنې باید مجبور کړې شي.
دا ادعا د بلژیک د چارواکې په داسې وخت کې رامخیته شوي چې ډېر کارپوهاند په اروپا کې په حجاب بندیز یو دینی تبعیض ګڼلې.
http://iqna.ir/fa/news/3585728