قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د dar-alquran.org خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شیخ هاشم موزادی د اندونیزیا د هیواد یو پېژندلې دینی شخصیت وو چې د اندونیزیا د عالمانو پاڅون سازمان مشر چې د دغه هیواد ترټولو لوي دینی سازمان دی جوړوونکې وو.
هم په دې اړه د حضرت امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن له خوا یوه ډله د خواخوږي لپاره اندونیزیا ته تلې او د مورادی زامنو سره یی کتنه وکړه.
دې ډلې همدارنګه د مرحوم شیخ هاشم موزادی زامنو سره چې اندونیزیا کې د قرآن کریم حافظو او قاریانو انجمن مشر مهیمن زین هم کې شتون لرلو د قرآن کریم ځنې موضوعات، ستونزو ، د اسلامی ولس حالاتو او عراق ته را پېښه ستونزو باندې خبري وکړي.
د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن ډلې همدارنګه د اندونیزیا قرآنی علمونو پوهنتون «الحکم الاسلامیه» کې د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن یوه برخې پرانیستا کې د مرستې او د قرآنی او د زدکړې مختلفو برخو کې د همکاري اعلان هم وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3586286